Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې وزیرستاني کډوال لېرې پرتو ولایتونو ته د لېږد پر پرېکړې نیوکه کوي

ځينې وزیرستاني کډوال چې د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې د "ګلان" کمپ اوسېږي، وايي نه غواړي چې لېرې پرتو ولایتونو ته لېږدول شي.

د حکومت د نوې پریکړې له مخې لرې پرتو ولایتونو ته کډه وکړي.

اوس دغه کډوال وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په نورو ولایتونو کې د نویو کورونو د جوړولو وس نه لري.

خوست کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو مسوول جمشېد مسعود وايي:«دا کورونه موږ په اتو کالونو کې جوړ کړي دي، دا به بیا راباندې وران کړي او په بل ځای کې به له سره بیا ابادي کوو، دا خو ډېره ناممکنه ده، دا خو به ډېره سخته مرحله وي.»

خوست کې وزیرستاني کډوال رېشمن خان وویل:«موږ له دې ځایه نه ځوو، دلته مو کورونه جوړ دي، موږ دلته خوښ یوو، موږ هېڅکله له دې ځایه نه ځوو.»

په دغه پنډغالي کې مېشتې کورنۍ وایي چې له دوی سره کېدونکې مرستې ورته بسنه نه کوي او په کار ده چې سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونه په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال حکمین څرګنده کړه:«له امارت او ټولو موسسو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې موږ سره مرستې وکړي، کمپ ته توجه نشته، له یونسیار مو غوښتنه ده چې زموږ خواته دې توجه وکړي.»

په خوست کې بل مېشت وزیرستاني کډوال سید ولي زیاتوي:«نه وطن لرو، نه ملک لرو همدغو مرستو یونسیار او نورو موسسو ته مو تمه ده، دلته دا غریب او بېچاره خلک دي، له دوی سره د مرستې وشي دا خبره بهتره ده.»

خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې لرې پرتو ولایتونو ته د کډوالو د لېږد اړوند د اسلامي امارت پرېکړه، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د مثبتو اړیکو د رامنځته کېدو په موخه شوې ده.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني وايي:«د دې لپاره چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تعلقات مثبت وي، تشنج رامنځ ته نه‌شي او دوی په امن کې شي، د افغانستان اسلامي امارت په کامله مانا هغه سیاست چې د دواړو هېوادونو په خیر وي پر مخ وړي.»

دغه وزیرستاني کډوال داسې مهال نورو ولایتونو ته د نه تلو خبر کوي، چې نږدې یوه اوونۍ مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت وزیرستاني کډوال به لېرو پرتو ولایتونو ته ولېږدول شي.
 
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې لرې پرتو ولایتونو ته د کډوالو د لېږد اړوند د اسلامي امارت پرېکړه، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د مثبتو اړیکو د رامنځته کېدو په موخه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه