Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د کاري فرصتونو له نشتوالي د افغان کډوالو شکایت

په ایران کې ځينې افغان کډوال په دغه هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي.

دغه کډوال وایي، چې په دغه هېواد کې له دوی سره توکمپالی چلند کېږي.
                     
کډواله مرسل وايي:«کار ورته مساعد نه دی. که‌چېرې ورته مساعد هم وي له مذهبي پلوه، سني والی چې ته افغانی یې د دین له پلوه کار نه شي کولای، که چېرې کار هم ورکړل شي، ډېر درانه کارونه پرې کوي.»
          
د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ هم څرګندوي:«کډوال په ایران کې د کار باراز کې، د کور په بازار کې او د پېژاند د سندونو د نشتوالي په برخه کې خپلې ستونزې لري او بلخوا د پېژندپاڼو او پاسپورټ د مرکزونو نه پرانیستل کېدو کډوال له زیاتو ننګونو سره مخ کړي دي.»

بل خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې ټوېټر پاڼې په تېره یوه ورځ کې هېواد ته د څه باندې دوه زره کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي:«چې د غبرګولي په ۲۰مه نېټه له ایران څخه ۲۵۳۴ تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د هرات ولایت د اسلام کلا د سرحدي امر په خبره د یادو راستنېدونکو له ډلې ۲۸۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان IOM ته معرفي شوي دي.»
 
بل خوا، د اسلامي امارت ویاند له ایرانه غواړي، چې د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ، له افغان کډوالو سره چلند وکړي. هغه زیاتوي، چې اسلامي امارت هېواد ته د کډوالو د راستنولو په هڅه کې دی.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې په ځانګړې توګه په ایران کې د کډوالو وضعیت باید انساني وي او حقوق یې تامین شي او هغوی اړ نه شي چې کار ونه کړای شي او یا له ایرانه په زور وایستل شي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې پنځه مېلیون تنو ته رسېږي.

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې ټوېټر پاڼې په تېره یوه ورځ کې هېواد ته د څه باندې دوه زره کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ