Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل اوسېدونکي: د برېښنا د لګښتونو بېلونه درې برابره لوړ شوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له څه مودې راهیسې یې د برېښنا د لګښتونو بېلونه تر درې برابره لوړ شوي دي.

دوی وايي، سره له دې چې له برېښنا کمه ګټه اخلي، خو بیا یې هم د لګښتونو بېلونه ډ‌ېر وي.

اقبال د کابل یو له لسګونو هغو اوسېدونکو دی چې د خپل کور د بریښنا د کارولو د پيسو له زیاتېدو شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی اقبال وايي: «اوس موږ له برېښنا ګټه اخیستل هم کم کړي، خو لګښت یې درې برابره راغلی دی، د بېلګې په ډول مخکې به موږ ته چې  د میاشتې ۸۰۰ افغانۍ بېل راته، خو اوس زموږ ۲۷۰۰ افغانۍ بېل راغلی دی او بېل یې راسره شته.»

ورته مهال یو شمېر نور کابل میشتي هم له دې ستونزې سر ټکوي او غوښتنه کوي چې حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکی رفیع وايي: «زموږ د برښنا بېل به په یوه دوره کې دوه میاشتنی راته، خو اوس چې یو میاشتنی هم شوی دی، همغه اندازه لګښت دی، زموږ بېل چې به دوه یا درې زره افغانۍ و، اوس لس زره افغانۍ راغلی دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکی حارث وايي: «یو وخت و، په څلورو او پنځه میاشتو کې زر افغانۍ بېل راته، خو اوس په یوې یا دوو میاشتو کې ۱۵ سوه، دوه زره یا دوه نیمه زره افغانۍ راځي.»

خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ځيني شکایونه ورته رسېدلې، خو دوی هڅه کوي چې د کابل د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه شي.

د کابل بریښنا شرکت رییس حکمت‌الله اخندزاده وايي: «وخت ناوخت موږ ته د پېرودونکو شکایتونه راغلي دي، خو د شکایت بڼې بېلابېلې وي، ډېری وخت داسې ستونزه راغلې ده چې د هغوی لاین په بل ځای کې نښلول شوی وي او په همدې صورت کې د هغوی بېل ډېر راغلی وي.»

بل‌خوا، د افغانستان برېښنا شرکت په کابل کې خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځ‌ته کېدو په موخه د ۳٫۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د مشتریانو د خدمتونو د مرکز د پرانیستو خبر ورکوي.

د کابل بریښنا شرکت رییس حکمت‌الله اخندزاده وايي: «د دې درې نیم مېلیونه لګښت ورکړل شوی دی چې په‌دې کې د لابراتول جوړول او د مشتریانو لپاره د دې ځای مساعدول دي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور په‌دې اړه وايي: «دلته د ټولو شکایت اورېدل کېږي او په وخت ورته رسېدنه هم کېږي او پر همدې اساس باندې دغه یو ډېر نیک اقدام دی.»

د افغانستان برېښنا شرکت دغه راز د هېوادوالو د مېټرونو د کتلو لپاره د کابل له دهمزنګ سیمې د کابل برېښنا شرکت ته د دې ریاست د لابراتوار د لېږدولو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه