Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د مسایلو په هکله د اوسلو غونډې په کار پېل وکړ

نن (سې‌شنبې، د غبرګولي په ۲۳مه) په ناروې کې د افغانستان د وضعیت په هکله د «اوسلو غونډې» په نوم یوې غونډې په کار پېل وکړ.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ ویلي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي او ځينو مدني فعالانو کډون لري او ټاکل شوې چې په دغې د نړۍوالې ټولنې په وړانډې د اسلامي امارت کړنې وڅېړل شي.

مېرمن هویټفلډ خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وویل:«د ناروې غونډه د انجوګانو په واسطه جوړه شوې، له هغو ډلو سره چې د تاوتریخوالي مخینه لري، د مذاکرې تخصص لري او له دې درکه له خپل حکومته پیسې اخلي. هغو کسانو چې له کابله سفر کړی، د معنا لرونکې مذاکرې واک نه لري.»

تمه کېږي، چې په دې غونډه کې له نړۍ سره د اسلامي مارت کړې ژمنې هم وارزول شي.

بل خوا، په دې غونډه کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناوري د پلاوي د دفتر رییس د سرپرست حکومت د استازي حضور او د افغانانو د بشري ستونزو په تړاو خبرې ښه او مهم اقدام بولي.
 
په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناوري د دفتر رییس نیل ترنر څرګندوي:«موږ پوهېږو چې په دې غونډه کې به د ګڼو هېوادونو استازي ګډون وکړي او دا غونډه په افغانستان کې د ننګونو او بشري وضعیت په اړه د بحث لپاره یو ښه فرصت دی. د اقتصادي ستونزو په ګډون بشري ناورین چې موږ اوس په افغانستان کې ورسره مخ یوو، یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي. موږ مرسته کوو چې دغه خبرې کابل ته د ډیپلوماټانو له ستنېدو وروسته هم دوام ومومي.»

بل خوا، په هېواد کې ځينې ښځې وایي چې د دغه رازغونډو جوړېدل به د افغان نجونو او ښځو د ستونزو د حل په برخه کې مثبت اغېز ونه کړي.
 
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي:«دغه غونډه به هم ښايي یوه اوونۍ وخت ونیسي او یا هم درې ورځې. څو ورځنۍ غونډې نه‌‌شي کولای چې د افغانستان وضعیت بدل کړي. هلته یوازې بحث کېږي.»
   
د ښځو حقونو فعاله لیلا بسیم فعال هم څرګندوي:«د دا ډول غونډو جوړولو د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ ګټه نه ده لرلې او نه یې لري. په ځانګړې توګه افغان مېرمنو ته، هغه مېرمنې چې له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو محرومې دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان درانی ګډون کوي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې هم د افغانسان لپاره د ناروې درې ورځنۍ غونډه د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست، د مدني ټولنې د استازو او د ناروې د متحدینو په ګډون جوړه شوې وه.

انېکن هویټفلډ خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه