د دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت دننه د اختلافاتو شتون ردوي او وايي، هېڅ داسې اختلافات نهشته چې نظام ته زیان ورسوي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد له طلوعنیوز سره د ځانګړې مرکې پر مهال په پنجشیر کې د بشري حقونو د نقض په تړاو وایي، پهدې تړاو د نړیوالو بنسټونو لهخوا خپاره شوي راپورونه رښتیني نهدي.
ښاغلی مجاهد وايي: «ماته خپله چې پهدې نظام کې ډېر معلومات لرو او له ډېر مودې راهیسې مو کار او خدمت کړی دی، هېڅ کوم درز، هېڅ کوم مخالفت یا مقابله، یا بل داسې څه چې هغه د نظام په زیان وي، وجود نهلري. دا یوازې او یوازې د نظام په خلاف د تبلیغاتو یوه لړۍ ده.»
سرپرست دفاع وزیر په پنجشیر کې د بشري حقونو د نقض په تړاو وایي: «په پنجشېر کې چېرته شوی دی، څه وخت شوی دی، څنګه شوي دي، څه ډول شوي دي، له چا سره شوي دي، دا یوازې او یوازې د هغو غلطو راپورونو او افواهاتو او تبلیغاتو پر بنیاد باندې دوی داسې څه جوړوي او بیا خپروي؛ نو زموږ هیله او غوښتنه همدا ده چې کوم څه نشر کېږي، هغه باید د دوی د یوه معتبر نهاد په حیث باندې بېطرفي حفظ کړي.»
د دفاع وزارت سرپرست د هېواد د هوايي حریم په اړه هم څرګندونې وکړې او په ډاګه یې کړه چې امریکا تل د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی. د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه کار د دوحې هوکړې نقض دی او واشنګتن په وار وار دغه هوکړه نقض کړې ده.
د دفاع وزارت سرپرست وايي: «هوايي حریم نقض دی اوس هم د امریکا له خوا اشغال دی او پهدې اړه ما تېل ځل وضاحت هم کړی و.»
د دفاع وزارت سرپرست د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان به پنځه کاله وروسته څنګه وضعیت ولري وویل، هیلهمن دی چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي او د ښوونې او روزنې په برخو کې هم شته ننګونې هم حل شي.
په دې اړه مو اندونه