Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ په اړه د سره صلیب اندېښنه

د سره صلیب نړۍ‌والې کمېټې په خپل یو راپور کې لیکلي چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بې‌روزګارانو شمېر د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

دغه بنسټ له مرستندویه ادارو او نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې په پانګونې سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د دې راپور پر بنسټ، په افغانستان کې معلول کسان بیا تر نورو ډېر زیانمن شوي دي.

د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «د سره صلیب نړۍواله کمېټه له هر هغې پرېکړې چې افغان کورنۍ ورسره خپلې اقتصادي ستونزې حلوي هرکلی کوي او له نړۍوالې ټولنې او نورو سازمانونو غواړي چې په افغانستان کې د پانګونې بهیر بیا پیل کړي، څو د وضعیت له لاخرابېدو مخنیوی وشي.»

د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «د دې مرستو ډېره برخې ته اړتیا ده چې په سترو اقتصادي او زېربنايي پروژو ولګول شي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره او ستونزې یې حل شي.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت او مرستندویانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی سیف‌الله وايي: «اسلامي امارت دې کارونه ډېر کړي او بې‌وزلو کسانو ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالقهار وايي: «که د غرمې ډوډۍ ولري، د شپې ته حیران وي چې له کومه یې کړي، که د شپې ډوډۍ پیدا شي، د سهار چایو ته بند پاتې کيږي.»

ورته مهال اقتصاد وزارت وایي، په هېواد کې د بې‌وزلۍ او فقر د را کمولو لپاره اړتیا ده چې پر بنسټیزو پروژو پانګونې ډیرې شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «هر څومره چې د افغانستان زېربناوې پیاوړې شي، په همغه کچه موږ پر بې‌وزلۍ غلبه پیدا کوو او زموږ هڅه دا ده چې د نړۍ‌والې ټولنې مرستې په زېربنايي او پراختيايي برخو کې ولګول شي.»

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د راپور په یوې برخه کې راغلي، په افغانستان کې نږې ۲۰ میلیونه کسان چې د دغه هېواد ۴۴ سلنه نفوس جوړوي، کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري.

در همین حال، شماری از باشندگان پایتخت از امارت اسلامی و نهادهای امدادرسان می‌خواهند که زمینه کار را برای شان فراهم بسازند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه