Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو د کار او کسب په هکله د نړۍوال بانک راپور

نړۍوال بانک د "ښځې، سوداګري او قانون" تر عنوان لاندې په خپل کلني راپور کې افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په کتار کې راوستی چې ښځې په‌ دغو هېوادونو کې په کار او کسب کې ډېره کمه ونډه لري.

د افغانستان سربېره، چاد، نوې ګېني، مالي، نایجریا، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې د نړۍوال بانک په دغه راپور کې یې نومونه راغلي دي.

د نړۍوال بانک په دغه راپور کې، د نظامونو بدلون او د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه په یادو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې نه یوازې پر اقتصاد بلکې، د افغانانو پر هوساینې په ځانګړې توګه د ښځو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي:«د طالبانو لنډمهالې ادارې داسې لارښوونې او حکمونه صادر کړل چې د ښځو ازادي او د کارموندنې وړتیا یې محدوده کړه، په هېواد کې د نظام دغه بدلون د خلکو پر اقتصاد او هوساېنې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.»

د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي وايي:«ښځې د افغانستان نیمايي کاري ځواک جوړوي او له کاره د هغوی بې‌برخې کېدل، د دایمي شاته پاتې کېدو، بې وزلۍ او بېچارګۍ لامل کېږي.»

د دغه راپور پر بنسټ له افغانستان وروسته بیا ایران، قطر، سوډان یمن او غزې تړانګې تر ټولو کم امتیازونه ترلاسه کړي دي.

ورته مهال ځينې متشبثې ښځې بیا په بېلابیلو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د ښځو ونډه ډېره اړینه بولي.

متشبثه لیلما په دې هکله څرګنده کړه:«د خلکو اقتصاد کمزوری دی. خلک اجناس ونیسي او غوښوي یې، خو پلور نشته، د دې لپاره چې لاسي صنایع په لاس جوړېږي لوړه بیه لري.»

بله متشبثه سونیا هم وايي:«باید وهڅولو شو او پروژې راکړل شي. دا سمه نه ده چې پروژې یوازې سړیانو ته ورکړل شي، بلکې ښځو ته هم باید ورکړل شي، موږ ښځې دې »

خو د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په اقتصادي برخو کې د ښځو له ونډې ملاتړ ته ژمن دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«په ټول هېواد کې کابو ۸ زره افغان ښځې د سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري چې فعالیتونه یې تر ډېره په اوو برخو کې، لاسي صنایع، کرنې، روغتیا، خدمتونو، خوراکي توکو، صنعت او کان کې دي. د پانګونې په برخه کې د ښځو حضور کولای شي چې د کورنیو خوراکي امنیت لوړ کړي.»

تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، څه باندې ۵۰ زره شرکتونه په غیر رسمي بڼه د ښځو له لوري اداره کېږي چې له منځه یې، ۵ زره شرکتونه رسمي فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه