Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: که اسلام اباد وغواړي د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منځګړيتوب کوو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي که‌چېرې اسلام اباد  وغواړي، اسلامي امارت به د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ په مذاکراتو کې منځګړیتوب وکړي.

له دې مخکې ځينې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت هڅه کوي چې د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ مذاکرات له سره پېل کړي. 

ښاغي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«که‌چېرې پاکستانی لوری وغواړي چې موږ منځکړیتوب وکړو او موږ پوه شو چې زموږ منځکړیتوب اغېزناک دی، له شک پرته موږ منځکړیتوب کوو. ګټه یې سیمې ته رسېږي او موږ د دې غوښتونکي یوو چې په سیمه کې جګړه نه وي.»

ښاغلی مجاهد، په افغان خاوره کې د ټي‌ټي‌پي د حضور په اړه وايي، دغه ډله افغانستان کې نشته او د فعالیت اجازه به هم ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«موږ د پاکستاني طالبانو له تحریک سره هېڅ ډول اړیکه نه‌لرو چې هغوی موږ تمویل کړو او ورسره واوسو؛ بلکې موږ اجازه نه ورکوو چې هغوی په افغانستان کې فعالیت ولري.»

 بلخوا د پوځي چارو ځينې شنونکي بیا د ټي‌ټي‌پي او پاکستان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې د اسلامي امارت رول مهم بولي.

د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«که‌چېرې اسلامي امارت وکړای شي د پاکستاني طالبانو د تحریک او د پاکستان حکومت ترمنځ خبرې اترې پيل کړي او یا په اصطلاح منځګړیتوب وکړي، دا یو نېک اقدام دی.»

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم هم وايي:«که‌چېرې ټاکل شوې وي چې څوک یا کوم لوری د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي‌ټي‌پي ترمنځ، منځګړیتوب وکړي، له طالبانو پرته بله هېڅ ډله او هېڅ لوری شتون نه‌لري.»

اکسپرس ټرېبیون لیکلي، که څه هم پاکستان حکومت د پاکستاني طالبان له تحریک سره د سولې مذاکرات نه غواړي خو، د افغانستان طالبانو په دې تړاو خپلو هلو ځلو ته اوس هم دوام ورکړی دی.

د پوځي چارو ځينې شنونکي بیا د ټي‌ټي‌پي او پاکستان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې د اسلامي امارت رول مهم بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه