په کابل کې یوه بنسټ له یوه پوهنتون سره په همکارۍ ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه د کارموندنې په نوم رقابتي پروګرام پېل کړی دی.
ځوانان د هېواد له ټولو ولایتونو خپلې اقتصادي طرحې وړاندې کوي او په پای کې به د درې غوره طرحو د عملي کولو زمینه به د پروګرام جوړونکي بنسټ له خوا برابر شي.
د دغه پروګرام جوړونکی وايي چې دغه سیالۍ درې پړاوونه لري.
د سیالۍ جوړونکی عبدالقاهر بهشتي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د کار موندنې پنډغالی د کار د رامنځته کېدو، اقتصادي ودې، او په افغانستان کې د بېوزلۍ د کموالي په موخه جوړ شوی. نو موږ د دې په لټه کې یوو چې د کار رامنځته کولو نظریاتو له دود او په افغانستان کې له کار رامنځته کوونکو طرحو ملاتړ سره وکړای شو په دغه هېواد کې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړو.»
د یوه خصوصي پوهنتون رییس محمد نبي شهاب وویل:«هغه طرحې چې وروستي پړاو ته رسېدلي، د نجونو له خوا ۱۶ طرحې وړاندې شوي چې د ستاینې وړ یوه کړنه ده.»
بخوا د دغې ازادې سیالۍ ځينې ګډونوال وايي، د دغه ډول پروګرامونو جوړول د ځوانانو د پرمختګ لپاره ګټور دي.
ګډون کوونکی محمد مصطفی څرګندوي:«ځوانان هڅول کېږي او وینې داسې کسان شته چې مفکورې او طرحې یې درک کوي او نور هم سیالي کوونکی ویني او انګېزه اخلي.»
ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې د حقوقي او پالیسۍ برخې سلاکار وايي، دولت باید د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له خصوصي بنسټونو او سکټورونو سره خپله همکاري زیاته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې حقوقي سلاکار عبدالسلام کوهي څرګندوي:«دولتونه مکلف دي چې د کار رامنځته کوونکو د طرحو او وړاندیزونو په برخه کې چې هم له خصوصي سکټوره او هم علمي بنسټونو څخه وړاندې کېږي، دې ته وخت ورکړي.»
د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې له ټول افغانستانه ۶۲ ډلو ګډون کړی چې له دې منځه به یې ۲۶ ډلې غوره شي چې ۱۶ ډلې به د ښځو او ۱۰ به د نارینهو وي.
په دې اړه مو اندونه