Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د نړۍ‌والو اندېښنې

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د غونډې یو شمېر ګډونوال د هغه څه له امله چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور ګڼي، اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اسپانیا دایمي استازې په‌دې غونډه کې د ترهګرو پر ځالې د افغانستان د بدلېدو پر مخنیوي ټينګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست پر دې باور دی چې د ترهګرو ډلو حضور په تېره بیا د افغانستان ځينو سیمو ته د پاکستان د طالبانو تحریک د غړو لېږد به دغه هېواد د ترهګرو په اډې بدل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «په افغانستان کې د څه باندې شلو ترهګرو ډلو او د بهرنيو ترهګرو ډلو د جنګياليو د حضور، د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کولو او د سيمې او نړۍ د هېوادونو او په‌خپله د افغانستان، لپاره د امنيتي ګواښونو او ننګونو په تړاو اندېښنې زياتې شوې دي او دا مساله خبرداری ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پناه ځای بدلیږي، خو دا خبره د طالبانو له لوري په پرله‌پسې توګه رد شوې ده.»

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا د سیاسي ماموریت همغږۍ کوونکی انټوني هینټون وايي: «موږ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ډېر اندېښمن یو، په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه ډېرې اندېښنې شته. موږ په افغانستان کې د داسې بریدونو شاهدان یوو چې مذهبي ډلې او قومي لږکي په نښه کوي. په هېڅ ډول افغانستان باید په راتلونکي کې د ترهګرو ډلو په مرکز بدل نه‌شي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د دې غونډې د غړو د خبرو په غبرګون کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي او یوځل بیا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیت د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې  ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «په‌دې برخه کې چې کومې اندېښنې شته، سمې نه‌دي، زموږ ټینګار او سټراټیژي دا ده چې موږ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره دې د نورو پر وړاندې ګواښ وي.»

په‌دې غونډه کې د افغانستان پر بشري وضعیت هم خبرې وشوې. په ملګرو متلونو کې د کاناډا دایمي استازولي وايي، د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده او تر اوسه یې هېواد د بشرپالنې په برخه کې ۱۴۳ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا د دایمي استازولۍ مرستیاله  انا خیمنز وايي: «کاناډا له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې، موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې د ظرفیت لوړولو د پروګرام له لارې په افغانستان کې د ترهګرویزو فعالیتونو د له منځه وړو لپاره د افغانستان او اسیا په شاوخوا کې د سیمه ییزو شریکانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ۱۳.۵میلیونه ډالره لګولې دي. موږ له ۲۰۲۲ کال راهیسې له افغانانو سره ټولټال۱۴۳میلیونه ډالره بشري مرستې کړې دي او له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن یوو.»

تر دې وړاندې د ټولیز امنیت د تړون سازمان غړو هېوادونو د افغانستان  له خاورې د احتمالي ګواښونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده او له اسلامي امارته یې غوښتې دي، چې د دغوګواښونو د مخنیوی لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه