ځينې ځوانان وايي چې له بېکارۍ ستومانه شوي او سرپرست حکومت باید په ټول هېواد کې ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړي.
له وزګارتیا د ځوانانو شکایت نوې مسئله نه ده، بلکې کلونه کېږي چې ځوانان له دغې ستونزې کړېږي.
۲۶ کلن فردین چې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې د ماسټرۍ سند لري وایي چې له بې روزګارۍ تر پوزې راغلی دی.
د ده په وینا، که حالت همداسې دوام ومومي، نو اړ دی چې هېواد پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کړي:«۱۶ کاله مې زدهکړې کړي، څوک زموږ په فکر کې نه دي. کهچېرې همدا وضعیت دوام وکړي چې څوک زموږ په فکر کې نه وي او څوک زموږ غږ وانهوري، اړ یوو چې هېواد پرېږدو.»
په هېواد کې په زرګونه تنه د فردین له ورته برخلیک سره مخ دي. د دوی یوازینۍ غوښتنه د کار پیدا کول دي.
یو له وزګارو ځوانانو میرکمال وویل:«۱۶ کاله مې زدهکړې وکړې او اوس وزګاره یم. ځکه په افغانستان کې دمګړۍ کاري زمینه شتون نهلري.»
د سیاسي چارو شنوونکی جنت په دې هکله طلوعنیوز ته څرګنده کړه:«ځوانان د دې لپاره کډوالي کوي چې اقتصادي ستونزې شتون لري او د ځوانانو د راتلوونکي لپاره انګېزه نشته.»
بل خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر رییس شرف الدین شرف وايي:«په زرګونه ځوانان د قوشتېپې په کانال کې په کار بوخت شوي. ډېری ځوانان په بېلابېلو برخو کې لکه کانونو کې کار کوي او د تېل او ګازو د لېږد په برخه کې چې د پاکستان، ازبیکستان او ترکمنستان ترمنځ تړون لاسلیک شوی، ډېر شمېر ځوانان په کار بوخت شوي دي.»
بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ د کمېدو لپاره لویې اقتصادي پروژې په په پام کې لري.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدال الرحمن حبیب څرګنده کړه:«د اقتصاد وزارت په سپکو بیخبنايي پانګونو او د کوچنیو او منځنیو صنایعو پراختیا، له کورنیو تولیداتو ملاتړ او په مارکېټ کې شته اړتیاوو ته په کتو د خصوصي سکټور پیاوړتیا ته جدي پاملرنه لري.»
څه موده وړاندې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر د پاموړ زیات شوی دی.