Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان: افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو تر ټولو زیات کښت درلود

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه‌يي توکو له قاچاق او کارونې سره د مبارزې په نړۍوالې ورځ ویلي چې افغانستان په تېر زیږدیز کال کې د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولید کړي دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر په راپور کې راغلي، افغانستان په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې، د نړۍ ۸۰ سلنه نشه‌يي توکي تولید کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه افغانان په نشه‌يي توکو روږدي دي چې د هېواد د ټول نفوس ۱۰ سلنه جوړوي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي، چې دا شمېر د ټول نفوس ۱۰ سلنه کېږي. د نشه‌يي توکو کارول د روغتیا برخې له ناورینه ډکه ستونزه ده، چې په افغانستان کې پرې نارینه، ښځینه او ماشومان اخته دي.»

بلخوا اسلامي امارت بیا دغه راپور بې بنسټه بولي او په وینا یې، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې او قاچاق په اړه نوې سروې نه ده شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې د تریاکو کښت په بشپړه توګه منع شوی، سږکال موږ باوري یوو چې یو سلنه هم کرل شوي نه دي، که‌چېرې شوې وي، له منځه‌ وړل شوي. یعنې موږ په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان په بشپړه توګه د کوکنارو له کښته پاک کړی. دا که‌چېرې په تېر کال کې په ځینو ځایونو کې تطبیق شوی نه وو؛ خو د پام وړ کموالی یې درلود. دا چې ۸۰ سلنه ادعا کېږي، سمه نه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري هم په دې هکله وايي:«د تریاکو د کرکېلې او کښت او د نشه‌يي توکو قاچاق او تولید مخنیوی په هغه صورت کې کېدای شي چې نړۍواله څارنه موجوده وي او د نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ دغه بهیر جریان ولري او ټول عملي شي.»

د سیاسي چارو شنونکی حسن حقیار وویل:«د نشه‌يي توکو قاچاق او کښت د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ ټیټې کچې ته راغلي دي او د بشپړ له منځه وړل یې د نړۍوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو له بده‌مرغه نړۍوالې ټولنې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره لکه‌ څرنګه چې باید او شاید وي همکاري نه ده کړې.»

د هېواد په سوېلي سیمو کې کروندګر بیا وايي، حکومت د کوکنارو کرکېله منعه کړې ده او د کوکنارو کروندې هم د امنیتی ځواکونو له لوري له منځه وړل شوې دي.

په هلمند کې کروندګر طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ د تریاکو په ځای غنم کرلي وو او له خپل کښته راځي یوو. حاصل یې ښه و.» 

تر دې مخکې، د اسلامي امارت رهبر، د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې هم ویلي، خلکو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو له کرکېلې لاس اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه