Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د مُلکي مرګ ژوبلې په هکله د م.م سازمان نوی راپور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي یا یوناما بیاځلې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، «پر مُلکي خلکو د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو» د اغېزې په هکله خپل راپور خپور کړی دی.

یوناما په دغه راپور کې وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې د روان کال د مۍ تر ۳۰ مې یې د مُلکي مرګ ژوبلې ۳ زره او ۷۷۳ پېښې ثبت کړې دي چې ۱۰۹۵ تنه یې وژل شوي او ۲ زره او ۶۷۹ تنه یې ټپيان دي.

د یوناما د شمېرو پر بنسټ د وژل شویو او ټپيانو په منځ کې ۲۳۳ تنه یې ماشومان او ۸۶۶ تنه یې ښځې دي.

د دغه بنسټ په وینا، د مُلکي مرګ ژوبلې تر ټولو ستر عامل د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو قصدي بریدونه، هدفي وژنې، او د جګړې له پېره پاتې شوي چاودېدونکي توکي دي. 

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې د ۲۰۲۳ کال د مۍ تر میاشتې د مُلکي مرک ژوبلې لږ تر لږه ۲ زره او ۸۱۴ پېښې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله دي. 

د دغو شمېرو پر بنسټ ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۸ ښځې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د یوناما شمېرې ښيي چې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله د مُلکي مرګ ژوبلې د ۱۷۰۱ موردونو مسوولیت داعش ډلې ته راجع کړل شوی او ۱۰۹۵ نورو پېښو مسوولیت هېڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دغه بنسټ د جګړې له پېره د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله د مرګ ژوبلې ۶۳۹ پېښې او د هدفي وژنو ۱۴۸ پېښې هم ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي په وینا، د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د بریدونو له امله مُلکي وکړو ته مرګ ژوبلې درې پر څلورمه برخه په جوماتونو او مارکېټونو په ګډون له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې شوي دي.

یوناما په دغه راپور کې زیاتوي چې په افغانستان کې په مُلکي مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالي سربېره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې، د ځانمرګو بریدونو له امله د مُلکیانو په مرګ ژوبله کې متناسب کموالی نه دی راغلی.

بلخوا اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. 

شریک یي کړئ