Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې د پوله‌ساتو ځواکونو له تاوتریخجن چلنده د افغان پناه غوښتونکو شکایت

ځينې هغه پناه‌ غوښتونکي چې له ترکیې را ستانه کړل شوي، د دغه هېواد د پوله‌ساتو او امنیتي ځواکونو له تاوتریخجن چلنده شکایت لري.

د دغو پناه غوښتونکو په وینا، هغوی د ترکیې په پوله د پوله‌ساتو له خوا نیول شوي او وهل ټکول شوي دي.

۲۴ کلن عبدالرحمن، د زرګونو بېرته راستنېدونکو له ډلې دی، چې ۷ میاشتې مخکې ترکیې ته روان شوی و. دی وايي، د ترکیې پر پوله د پولیسو له لوري ونیول شو او له وهلو ټکولو وروسته بېرته افغانستان ته را ستون کړای شو.

له ترکیې راستون کړای شوی عبدالرحمن په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«چلند یې داسې دی چې موږ ته یې ښکنځلې کولې چې تاسې داسې .... خلک یاست څه کوئ چې دلته راځئ... اړ یم د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره ځم.»

د کډوالو چارو فعاله آصفه ستانکزۍ هم وايي:«هغه کډوال چې ګډوالي کوي په واقعیت کې د دندې، ځای او د هویتي اسنادو د نشتون له ستونزو سره مخ دي. چې په دې برخه کې باید اسلامي امارت خپله هڅه وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، په تېرو دوو کلونو کې څه کم دوه مېلیون افغان پناه غوښتوونکي هېواد ته راستانه شوي. ذبیح الله مجاهد پر ترکي نظامیانو د نیوکې ترڅنګ زیاته کړه چې د پناه غوښتوونکو د لېږد بهیر باید له ځورونې پرته ترسره شي.

ښاغلي مجاهد وویل:«په دې هکله اسلامي امارت... له ترکیې هېواد سره په اړیکه کې دی چې هلته زموږ له کډوالو سره انساني چلند وشي. که څه هم هلته قانوني ستونزې هم شته. خو هغه هېواد د کډوالو تحمیل نه مني.»

تر دې مخکې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، د افغان پناه غوښتوونکو کوربه هېوادونه د پناه غوښتنې د حقونو پر نقض، ناوړې ګټې اخیستنې او په زور ویستلو تورن کړي وو.

د پناه غوښتونکو په وینا، هغوی د ترکیې په پوله د پوله‌ساتو له خوا نیول شوي او وهل ټکول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه