په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوټزل وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په هکله نړۍوال اقدامات، د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي.
ښاغلی پوټزل له طلوعنیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې زیاتوي چې د بشري حقونو د اعلامیې پر بنسټ چې افغانستان هم په هغې کې شامل دی، دغه هېواد باید د دغه سازمان قوانینو ته هم ژمن پاتې شي.
مارکس پوتزل څرګنده کړه:«د بشري حقونو موضوع په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده. د ۱۹۴۸ کال د بشري حقونو اعلامیه شته چې، افغانستان هم پهکې شامل دی. نو دغه قوانین او ارزښتونه نړۍوال مسایل دي. لکه څنګه مې چې وویل، که تاسو غواړئ چې، د دغه ځای غړي واوسئ؛ نو تاسو باید د هغه اصولو ته ژمن واوسئ.»
نوموړي همداراز په ډاګه ویلي چې، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کېدو په تړاو به خپلې غوښتنې همداسې مطرح کوي او زیاتوي چې، په غیر دولتي بنسټونو کې به نارینه د ښځو پر ځای ونه ګوماري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال په ډاګه کړه:«تر هغې چې، دغو حقوقو ته درناوی ونهشي؛ نو موږ به په ځلونو دغه غوښتنې مطرح کړو. په یقین سره چې طالبان هم له نړۍوالې ټولنې ځینې غوښتنې لري. موږ باید له یو بل سره خبرې وکړو او دا هغه څه دي چې موږ یې دلته ترسره کوو؛ څو د واټن د زیاتېدو پر ځای دغه واټن راکم کړو.»
له نورو مسایلو سربېره بشري حقونه یو له هغو نړۍوالو شرطونو دي چې، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره وړاندې شوي دي.
په دې اړه مو اندونه