Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان ډاکټر د امریکا د اورتوپيدي جایزې ګټوونکی وپېژندل شو

د اورتوپیدي متخصص اسماعیل وردګ په امریکا کې د ساین ټولنې له لوري د اورتوپیدي جایزې ګټوونکی پېژندل شوی.

ښاغلي وردګ وايي دغه جایزه یې په اورتوپیدي برخه کې د یوې طبي الې د جوړولو له امله چې د هډوکو او مفصلونو د ماتېدو په درملنه کې ترې کار اخیستل کېږي، ترلاسه کوي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی دغه جایزه د روان زیږدیز کال په اکټوبر میاشت کې د امریکا د ساین ټولنې له خوا ترلاسه کړي.

د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د اورتوپیدي متخصص اسماعیل وردګ وویل:«د افغانستان پروګرامونه په دې ټولو کې زیات وو او ښه عملیاتونه يې اجرا کړي وو او د دوی مدیریت چې زه يې کوم ډېر ښه وو نظر نورو پروګرامونو ته، نو په همدې خاطر دوی بهتره وګڼله چې ماته جایزه راکړي.»

ښاغلی وردګ وايي چې د ساین ټولنې په مرسته له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ زره د هډوکو د جراحۍ عملیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:«زموږ د کارونو په اړه چې موږ څه فعالیتونه د اورتوپیدي په برخه په افغانستان کې کړي د قدر او تقدیر په پاره ما ته د نړۍوال ښه اورتوپیدي ډاکټر هغه جایزه راکړې او زما په نوم يې نومولې ده.»

ډاکټر اسماعیل وردګ په ۱۹۹۲ زېږیز کال کې د کابل له طبي پوهنتونه فارغ شوی او په خپله څانګه کې د ګڼو لاسته راوړنو له امله ځينې ملي او نړۍوالې جایزې ترلاسه کړې دي.

شریک یي کړئ