Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند: په افغانستان کې سفارت پرانیستی پرېږدو، خو سفیر نه استوو

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وايي، پرېکړه یې کړې چې په افغانستان کې به یې سفارت پرانیستی وي، خو دمګړۍ په‌دې هېواد کې خپل سفارت ته سفیر نه استوي.

نوموړي چې د هند په نړۍوال مرکز کې خبرې کولې، همداراز ویلي، د افغانستان پر وضعیت هم خپل څار ته دوام ورکوي او زیاتوي، په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه ژر قضاوت نه‌شي کولای.

ښاغلي شنکر ویلي: «اوس‌مهال په افغانستان کې هغه څه لرو چې مخکې مو هم درلودل؛ نو پرېکړه مو کړې چې هلته به یوازې سفارت پرانیستی پرېږدو، خو سفیر نه استوو. ډېری نورو هېوادونو افغانستان ته خپل سفیران بېرته واستول، خو موږ دا کار نه‌دی کړی. پوهېږئ چې په لومړیو کې مو د خوړو په برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی او همدا راز مو دغه هېواد ته واکسینونه استولي او هغو روغتونونو ته مو هم درمل استولي چې کلونه مخکې مو جوړ کړي وو. زه فکر کوم چې باید په تمه شو او وضعیت وګورو. زه نه‌شم کولای د هغه څه په اړه چې په‌دې وروستیو کې په افغانستان کې پېښ شوي قضاوت وکړم.»

له بل لوري، د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، کابل له هند سره په ډېپلوماټیکو او د سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، هند باید افغانستان کې خپل سفارت فعال کړي، څو د دواړو لوریو تر منځ باور لا پیاوړی شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «دوی دې خپل سفارت پرانیزي، موږ ورته بشپړ ډاډ ورکوو چې هغوی ته په افغانستان کې هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او همکاري به ورسره وشي. له هند سره ډېپلوماټیکه همکاري د سفارت له لارې شونې ده او کولای شي له موږ سره لا ډېر په اړیکه کې شي او د دواړو هېوادونو باور لا لوړ شي.»

له دې سره سم، یو شمېر سیاسي شنونکي بیا پر دې باور دي چې د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو ښه‌والی د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «د پاکستان او ایران اقتصاد افغانستان پورې تړلی دی، هند ترې لرې دی او د مجبوریت احساس نه‌کوي چې په رسمیت یې وپېژني او په ډېرې کمې پانګونې سره یې د سفارت پرانیستي پاتې کېدل، په حقیقت کې د افغانستان له حالاتو استخباراتي ساتنه ده.»

پخوانی ډېپلوماټ نورالله راغي وايي: «هنديان غواړي چې د افغانستان عمومي وضعیت د خپلو تجربه لرونکو، لوستو او تکړه امنیتي ټیمونو له لارې په خپل امنیتي حضور سره وڅاري.»

هند د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستانه خپل ډېپلوماټان وایستل، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت، تر دې مخکې افغانستان کې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله استولې ده، خو دواړو هېوادونو د ستونزو حل لپاره کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه