سره له دې چې په کابل ښار کې د کمعمره او کارګرو ماشومانو د راټولولو راپورونه خپاره شوي، خو په وروستیو کې د پلازمېنې په یو شمیر سیمو کې یو ځل بیا کارګر او سوالګر ماشومان ډېر لیدل کېږي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغو کارګرو ماشومانو له ټولونې سربېره له کورنیو سره یې هم یوه څه مالي مرستې وکړي.
د کابل اوسېدونکی رحمت ګل وايي: «د دې پر ځای چې کم شي، په ښار کې یې شمېر نور هم ډېر شوی دی او غټ دلیل یې غربت او فقر دی؛ نو دولت باید پهدې برخه کې جدي ګامونه واخلي.»
د کابل اوسېدونکی فیض الله زماني زیاتوي: «هغه ماشومان چې له پنځلسو کلونو ټیټ عمر لري، په ټوله کې د کار کولو حق نهلري، پهدې مانا چې دوی کار نهشي کولای.»
دغه کارګر ماشومان بیا وايي، بېوزلۍ اړ کړي چې درنو کارونو ته اوږه ورکړي.
ځینې دغه ماشومان وايي، په کور کې سرپرست نهلري او هره ورځ د دې لپاره کار کوي چې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
کارګر حسیب وايي: «په کومه ورځ چې کار نهوي، یو ځای کې کېنم یو یو کس راځي، لس یا شل روپۍ راکوي، کور ته یې وړم، د کور لګښت پرې کېږي، ځینې ورځې پنځوس یا شپېته روپۍ کار کوم.»
کاریګر رامین وايي: «په کور کې کارګر نهلرو، موږ اړ یوو چې دلته وکړو، شپېته یا اوویا افغانۍ وړو.»
کارګر عثمان زیاتوي: «په کور کې مو ډوډۍ نهوي، دلته راځم، بوټان رنګوم، شپېته یا اوویا افغانۍ کار کوم، کور ته یې وړم.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له نږدې دوو کلونو راهیسې یې څه باندې ۵ زره کارگر ماشومان د کابل له بېلابېلو سیمو راټول کړي او پهدې کې یې بیا ۲ زره بېوزله ماشومان د مرستو په موخه د سرې میاشتې ادارې ته ورپېژندلي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت دفتر ريیس شرف الدین شرف وايي: «تقریباً ۲۰۰ داسې ماشومان تثبیت شوي چې د سرې میاشتې د مرستې مستحق کرځېدلي دي یانې له هغوی سره مرسته شوې ده، هره میاشت ورته دوه-دوه زره افغانۍ ورته ورکول کېږي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت همدا راز زیاتوي، بېسرپرسته او بېوزله ماشومانو ته د رسېدنې لپاره یې د یونیسف په ګډون له بېلابېلو بنسټونو سره د ښوونیزو او مسلکي زدهکړو د مرکزونو جوړولو په موخه هوکړه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه