Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: د مخکیني حکومت نظامیانو ته ګواښ شتون نه‌لري

د ریاست الوزرا سرپرست په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له ځینو جنرالانو او د قل اردوګانو له قومندانونو سره وکتل او د هغوی پر ستونزو يې خبرې وکړې. او څرګنده یې کړه چې د مخکنیي حکومت هېڅ پوځي او سیاسي څېرو ته به ګواښ پېښ نه‌شي.

مولوي عبدالکبیر د پخواني حکومت د سیاسي او نظامي شخصیتونو په ګډون د هېواد له ټولو وګړو چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته بهر ته تللي، غوښتنه کوي، چې له عمومي عفوې ګټه واخلي او خپل هېواد ته راستانه شي.

د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر څرګندوي:«له عفوې وروسته موږ څوک د جنرالۍ یا ولي د لېوا، قل اردو قوماندان وي نه نیسو دا زموږ له لوري عفوه شوې په دې نه موږ تاسو ته تکلیف درکوو او هغه افغانان او جنرالان چې له هېواده بهر اوسېږي، هغه دې هم په دې ډاډه اوسېږي، چې د اسلامي امارت دروازې د دوی پر وړاندې خلاصې دي.»

مولوي عبدالکبیر همداراز په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د لا ښه کېدو هڅه کوي.

د ریاست الوزرا سرپرست زیاتوي:«د هېواد د پراختیا، آبادۍ، د اقتصاد د ودې او له نړۍ سره د ښو اړیکو لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي.»

بلخوا په دې لیدنه کې د پخواني حکومت ځينو پوځي منسوبانو له سرپرست حکومته وغوښتل، چې د ځینو هغو مغرضو کسانو مخه ونیسي چې دوی ځوروي.

د پخواني حکومت پوځي شعور ګل پښتون وویل:«بعضې مغرضین شته، په ناحقه راپور ورکوي وروسته یو نظامي ارګان یو پخوانی پوځي نیسي او بیا څلور یا درې میاشتې بې برخلیکه په زندان کې پروت وي او موږ په دې برخه کې له تاسو همکاري غواړو.»

د پخواني حکومت بل پوځي افندي سنګر هم وايي:«موږ د دې هېواد خدمت ته حاضر یوو او د متقاعدینو له تجروبو باید اسلامي امارت ګټه واخلي او باید په نظامي او ملکي پوهنتونونو کې دوی استادان شي.»

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سرپرست ډاډ ورکوي چې د پخواني حکومت پوځي او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی.

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سرپرست د پخواني حکومت پوځیانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی حقوقو ورکړې ته ژمن دی او د هغوی ستونزې به تعقیب او حل کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت د ځینو پوځیانو د نیولو او ځورولو راپورونه خپاره شوي دي.

شریک یي کړئ