د پلازمېنې کابل ښار د دولسمې حوزې اړوند په احمد شاه بابا مېنه کې یوه ښوونکي سلګونو ماشومانو ته په وړیا توګه د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
وزیر خان چې په کابل کې د ګرځنده ښوونځي بنسټګر دی، وايي، د دې ښوونځي په جوړولو سره یې هغو ماشومانو ته دغه زمینه برابره کړې ده چې د بېلابېلو لاملونو له کبله له زدهکړو لرې پاتې شوي دي.
ښوونکی وزیر خان پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «پهدې ماشومانو کې تاسو ولیدل چې زیات شمېر یې نجونې او ځینې معلول ماشومان هم دي، دوی مخکې ښوونځي ته نه تلل، دا یې لومړی ځل دی چې دوی دلته راځي په یوه مکتب کې ګډون کوي. نه یوازې ماشومان، تاسو ولېدل چې دلته مشران او سپینږیري هم راځي.»
دولس کلن زړګی چې پهدې ښوونیز مرکز کې زدهکړې کوي، وايي، د ښوونځي ودانۍ نه لرلو ته اندېښمن دی، خو پر دې خوښي څرګندوي چې دلته پر زدهکړو بوخت دی.
د ښوونیز مرکز زدهکوونکی زړګی وايي: «زه غواړم چې دلته ښوونځي جوړ شي او په اینده کې ډاکټر شم، شپږ میاشتې کېږي چې دلته ښوونځی جوړ شوی دی.»
د ښوونیز مرکز زدهکوونکی مریم وايي: «کله باران، کله لمر او کله دوړې وي. موږ ته دې دلته ښوونځی جوړ شي، موږ ډېرې ستونزې لرو، قلم، کتابچه او پنسل نهلرو.»
د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، هغو ماشومانو ته چې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي، د ښوونځي په جوړولو سره د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د احمد شاه بابا مېنې یو مخور مامور وايي: «تاسو خپله دغه ماشومان وینئ، لاندې خاورې دي، پورته لمر دی، په سره لمر او باد کې زموږ ماشومان ناست دي.»
د احمد شاه بابا مېنې یو مخور نورالدین وايي: «دلته هېڅ ښوونځی نهشته، اوس شکر دی چې دومره زمینه برابره شوې ده چې لږ لږ درس لولو.»
د ښځو د حقونو فعاله حسنا زیاتوي: «ډېری کورنۍ چې کم سودا ولري، دغو ستونزو سره مخ دي، خو زما په اند موږ ته دینې زدهکړې چې اړتیا ورته لرو، د کورنیو له لارې ښودل کېږي.»
ناامنۍ، بېوزلي، د ښوونځي لېرېوالی او د ودانۍ نهشتوالی او د ښوونکو کموالی، ښوونځي ته له تګه د ماشومانو د محرومیت له لاملونو ګڼل کېږي.
په دې اړه مو اندونه