یو شمېر هندۍ رسنیو راپور ورکړی چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشریزه به د جولای په څلورمه د هند په کوربهتوب تر سره شي.
په راپورونو کې زیاته شوې، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې او د افغانستان وضعیت به پهدې غونډه کې د نوي ډیلي له لومړیتوبونو څخه وي.
د هندي رسنیو په وینا، پهدې غونډه کې به د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي، خو ویل شوي چې ۲۳مه سرمشريزه به په انلاين ډول تر سره شي.
ایران، بیلاروس او منګولیا دې سرمشریزې ته د څارونکو په توګه او ترکمنستان د مېلمه په توګه وربلل شوي دي.
افغانستان هم د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو تر اوسه دې سرمشریزې ته بلنه نهده ورکړل شوې.
تېر کال د ازبکستان ولسمشر او د دې سازمان دورهيي مشر شوکت میرضیایف په سمرقند کې د دې سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ویلي وو چې افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان نه بېلېدونکې برخه ده.
په دې اړه مو اندونه