Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان زده‌کړیالان: هند تحصیلي ویزه نه ورکوي

په هند کې ځينې افغان زده‌کړیالان شکایت کوي چې د هند حکومت له دوو کلونو راهیسې افغان وګړو ته تحصیلي وېزې نه ورکوي.

دغه زده‌کړیالان چې په بېلابېلو تحصیلي کچو کې په هند کې تحصیل کوي، د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې د افغان زده‌کړیالانو د ویزې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

ابراهیم نیاز پور د کابل پوهنتون استاد دی. دی وایي، چې د خپلې څېړنیزې پروژې د بشپړولو لپاره کابل ته راغلی و، خو په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، د هند حکومت د ګڼو افغان محصلانو وېزې لغوه کړې.

ابراهیم نیاز پور طلوع‌نیوز ته وویل:«په ۲۰۲۱ کال کې د کورونا د خطرناکه ویروس په خاطر او د دې لپاره چې لارښود استاد مې ویلي و چې یو اندازه ډېر څېړنیز مواد راټول کړم، افغانستان ته راغلم او دلته سیاسي بدلونونه رامنځته شول. له هغې وروسته له بده مرغه هند زموږ معتبره ویزه باطله اعلان کړه.»

بل زده‌کړیال نصیر آغا شېرزاد هم په دې هکله څرګنده کړه:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې هغوی زموږ برخلیک روښانه کړي او موږ ته ویزه راکړي او زموږ هند ته په سندېدو کې له موږ سره مرسته وکړي.»

بل خوا، د اسلامي امارت ویاند وایي چې سرپرست حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره له هندي چارواکو سره په اړیکه کې دي.
                        
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«د هند د ویزې ستونزه شته. موږ له هند سره څو ځلې خبرې کړې دي چې د خپلې ویزې په برخه کې اسانتیا راولي. ځکه زموږ ځینې ناروغان، سوداګر او زده‌کړیالان د زده‌کړې لپاره ځي. دا ستونزه د هغوی له خوا ده. د بهرنیو چارو وزارت په اړیکه کې دی چې دغې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ځينې هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل چې له همدې امله افغانانو ته د وېزې د صادرولو په بهیر کې هم ستونزې رامنځته شوې.

اوس‌مهال چین، ایران، پاکستان، ترکیه، متحده عربي امارات او قطر هغه هېوادونه دي، چې افغانانو ته وېزې ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې سرپرست حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره له هندي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه