د ټرافیکو عمومي ریاست د شمېرو له مخې په تېرو پنځو ورځو کې په هېواد کې د ۹۸ ټرافیکي پيښو له امله ۶۶ تنه مړه شوي او ۱۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر د معیاري سړکونو نشتوالی او د یو کلي موټرو زیاتوالی د دغو پېښو له اصلي لاملونو ګڼي.
د ټرافیک پولیسو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په ټول هېواد کې کابو ۶۶ تنه مړه شوي او ۱۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي.»
د شمېرو پر بنسټ، د دغو پېښو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندوز ولایت کې اوښتې ده.
د کندوز د حوزوي روغتون آمر محمد نعیم منګل وايي:«ډېری خلکو په ښارونو کې زیان لیدلی او د هغه لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول دي.»
بل خوا د کابل ځينې اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د بې اسنادو موټرو د ګرځېدو مخه ونیسي.
د کابل اوسېدونکی فولاد په دې هکله وايي:«په هېواد کې چې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي لامل یې د یو کلي موټرو زیاتوالی دی چې هغه د پاکستان لاس دي او د افغانستان لاس موټر نه دي.»
د کابل بل اوسېدونکی عصت الله هم څرګندوي:«دلیل یې دا دی اصلاً د موټر چلول یې نه دي زده او له دې مخکې یې هېڅ موټر نه دی چلولی او د افغانستان لاس موټر یې هم نه دي چلولي او اوس یې هغه موټر چې د افغانستان لاس نه دي اخیستي دي نو همدا لامل دی چې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرافیکو عمومي ریاست په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د نږدې ۳۰۰ زره یو کلي موټرو د ثبتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه بهیر له کابل پرته په هېواد کې د دوو نورو میاشتو لپاره غځېدلی دی.