Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل د امیر خان متقي ټینګار

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د بريټانیا سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل غوښتنه کړې ده.

رابرټ چېټرټون ډېکسن، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د امنیت د ټینګښت، ټیکاو او په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، په‌دې کتنه کې پر سوداګریز چارو، زده‌کړو، کونسلي چارو او د لندن او کابل تر منځ د اړیکو پر ښه‌والي هم خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: «د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې په لندن کې به قونسلي خدمتونه پیل شي، څو افغانان وکولای شي خپل حقونه تر لاسه کړي.»

ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد نیدم بیا له ښاغلي ډېکسن سره په کتنه کې د افغانستان د زده‌کړو په بهیر کې د نړۍ پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د برېټانیا چارسمبالی وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زده‌کړو په برخه کې همکاري وکړي.

خو د افغانستان په مسایلو کې د برېټانیا رول څومره اغیزناک دی؟

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نعمت‌الله بېژن وايي: «په افغانستان کې د بریټانیا رول محدود دی، خو له دې سره هم کولای شي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې په برخه کې له نورو لوېدیځو هېوادونو سره همغږي ښه کړي او د بشري مرستو په برابرولو کې هم د پام وړ مرسته وکړي.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي زیاتوي: «له طالبانو سره د هېوادونو تعامل که د طالبانو د سیاست د بدلولو په موخه وي؛ مثبت دی، خو که د طالبانو د سیاست د منلو په مانا وي، بیا په هغه تعامل کې ګډون کول دي چې د افغانانو حقونه په‌کې تر پښو لاندې کېږي.»

رابرټ چېټرټون ډېکسون، تېره میاشت د افغانستان لپاره د برېټانیا د چارسمبالي په توګه وټاکل شو. د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت اوس‌مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپل فعالیت مخ ته وړي.

شریک یي کړئ