Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیوزیلنډ: په افغانستان کې د ښځو پر کار محدودیت د مرستو رسول ستونزمنوي

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیره وایي، په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه لګول د مرستندویه بنسټونو د مرستو رسولو لړۍ له ستونزو سره مخامخوي.

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاتوي، نیوزیلنډ له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو ته یوولس مېلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا ویلي: «پر هغو افغان ښځو چې ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي سازمانونو لپاره کار کوي، د محدودیتونو لګول به له افغان ولس سره د بشري مرستو بهیر ټکنی کړي. موږ د هغو ټولنیزو مرستندویانو، په ځانګړې توګه د هغو افغان ښځو چې په‌دې سختو شرایطو کې د افغان ولس لاسنیوی کوي، درناوی کوو.»

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو یو پرېکړه‌لیک عمومي مجمعې ته وړاندې کړی دی. په‌دې پرېکړه‌لیک کې راغلي چې په افغانستان کې د مېلیونونه کسانو ژوند له بشري مرستو سره تړلی دی، خو ملګري ملتونه هم د بودجې له کمښت سره مخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر ترکی وايي: «زموږ بانکي سېسټم دې خلاص شي او افغانستان دې په رسمیت وپېژندل شي، څو له اوسني ناورینه ووځو او د دې یوازېنۍ لا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل دي.»

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «که د ښځو له فکري، علمي او ښوونیز ځواکه ګټه پورته شي، له شک پرته ټولنه پرمختګ کوي او ښځې او نر چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې اوږه په اوږه کار وکړي، هغه ټولنه وده او پرمختګ کوي.»

اقتصاد وزارت بیا وايي، له افغان ولسه د ملاتړ لپاره اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «نړۍ‌واله ټولنه باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او بشري مرستې باید سیاسي مسایلو پورې مشروطې نه‌شي، دغه مرستې باید له قید و شرط پرته له افغانستان سره وشي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې مخکې ویلي وو چې د سویلي کوریا مرسته شوې دوه زره او پنځه سوه ټنه ورېجې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغه پروګرام د مسوولانو په وینا، دغه ورېجې به په ختیځو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه