ځينې کورنۍ وايي چې په هېواد کې د کاري زمینې د نهشتوالي له امله یې زامن اړ شوي چې له ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.
په دې لړ کې ریحانه هغه مور ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خپل زوی بېرته را ستنېدو ته سترګې په لار ده خو تر اوسه یې د زوی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.
ریحانه چې د ۲۳ کلن محبوب شاه مور ده، وايي، زوی یې په هېواد کې د وزګارتیا له امله غیرقانوني کډوالۍ ته مخه کړه؛ څو په وینا یې، په اروپايي هېوادونو کې هوسا او ارام ژوند وکړي؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغو قاچاقي لارو په مسیر کې لادرکه دی.
د محبوب شاه مور ریحانه د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«په قاچاقي لار یې ترکیې ته حرکت وکړ او په لار کې پاتې شو، معلومه نه ده چې ژوندی دی او که خدای مه کړه څه پرې شوي دي.»
ورته مهال هغه هېوادوال چې پر ناقانونه لارو د کډوالۍ تجربه لري، د قاچاقچیانو له لوري د وهلو ټکولو، ربړونې او ان د بدن د غړو د پرې کولو په تړاو ډول ډول کیسې لري.
بېرته راستون شوی ایوب خپله کیسه داسې بیانوي:«د قاچاق په لار وهل ټکول کوي سپکاوی کوي او په یوه موټر کې څو تنه لېږدوي.»
مسافر نعمت هم وویل:«مخکې هم تللی یم، د قاچاق په لار لوږه تنده، سختي او مرګ شته، بالاخره له نیمروز چې هغې خوا ته شو، خپله وینه په لاس کې نیسو.»
د کډوالو د چارو شنوونکې آصفه ستانکزۍ څرګندوي:«د قاچاق د مخنیوي لپاره باید د کار او بوختیا زمنیه برابره شي او خلک وکړای شي چې ځان د نظام په هنداره کې وویني.»
بلخوا د اسلامي امارت چارواکي بیا وايي، د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه یې تر اوسه جدي کار کړی او هڅې کوي چې د سترو پراختیايي پروژو په پلي کولو سره، ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«کله چې ګاونډیو هېوادونو ته رسېږي له هغې وروسته د قاچاق وړونکو لاس ته لوېږي، وروسته بیا په ډېرو ستونزمنو لارو کډوالي کوي؛ خو اسلامي امارت دننه چا ته اجازه نه ورکوي چې قاچاق وکړي او له ګاونډیانو هم غواړي چې د قاچاق مخه له موږ سره یوځای ونیسي.»
د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمن حبیب هم وايي:«د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره موږ د پراختیايي او بیخبنايي پروګرامونو له لارې چې د بېکارۍ د کچې د کموالي لامل کېږي کاري زمینه برابروو.»
امریکا بیا د انساني قاچاق په تړاو په یوې ټولپوښتنه کې ویلي افغانستان، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې پهکې د انسان قاچاق په تر ټولو بد وضعیت کې دي.
په دې اړه مو اندونه