د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې ویلي چې په تېر کې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د واټن د رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي، چې اوس دغه واټنونه کم شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه پوهنتون کې د درې ورځني ملي سپموزیم د پرانیستې پر مهال، زیاته کړه چې دمګړۍ د ښوونیزو مرکزونو ترمنځ اتحاد او یووالی راغلی دی.
سراج الدین حقاني وویل:«بیا هم د علماوو کرامو او مدارسو، پوهنتونونو او د مکاتبو ترمنځ، ډېر ښه یووالی او وحدت روان کړی، د دې لپاره چې زموږ په وطن کې د ډېر وخت راهیسې دا کوښښ روان دی چې مدارس او پوهنتونونه یو بل ته مقابل واقع کړي.»
اخوا په دغې ناستې ته د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم بیا نیوکه وکړه چې ځينې بهرنیان افغان کدرونه له هېواده باسي او په خبره یې هلته بیا په درنو فزیکي کارونو لاس پورې کوي.
ښاغلي ندیم څرګنده کړه:«زموږ کدرونه بهر ته دعوت وي او کله چې بهر ته یې بوځي، هلته زموږ د استادانو عزت نشته، یا به په هوټل کې مصروف وي یا به موټر چلوي. دا زموږ د افغانستان سپکاوی دی دا زموږ د استادانو سپکاوی دی او دا موږ ته د زغم وړ نه دی.»
ورته مهال، د سیاسي چارو شنوونکي او د پوهنتون استادان په دې اړه بېلابېل لیدلوري لري.
د پوهنتون استاد سید جواد سجادي په دې هکله وویل:«مدرسیه یو سنتي بنسټ دی. په داسې حال کې چې پوهنتون یو پرمختللی ځای دی. د مدرسې او پوهنتون د یو شان کول د دغو دوو بنسټونو د خپلواکه هویت په پام کې نه نیول دي»
د کورنیو چارو او لوړو زده کړو سرپرست وزیرانو د خوست شیخ زاید پوهنتون د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دوه میلیونه افغانیو مرسته هم وکړه.
اخوا په دغې ناستې ته د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم بیا نیوکه وکړه چې ځينې بهرنیان افغان کدرونه له هېواده باسي او په خبره یې هلته بیا په درنو فزیکي کارونو لاس پورې کوي.
ښاغلي ندیم څرګنده کړه:«زموږ کدرونه بهر ته دعوت وي او کله چې بهر ته یې بوځي، هلته زموږ د استادانو عزت نشته، یا به په هوټل کې مصروف وي یا به موټر چلوي. دا زموږ د افغانستان سپکاوی دی دا زموږ د استادانو سپکاوی دی او دا موږ ته د زغم وړ نه دی.»
ورته مهال، د سیاسي چارو شنوونکي او د پوهنتون استادان په دې اړه بېلابېل لیدلوري لري.
د پوهنتون استاد سید جواد سجادي په دې هکله وویل:«مدرسیه یو سنتي بنسټ دی. په داسې حال کې چې پوهنتون یو پرمختللی ځای دی. د مدرسې او پوهنتون د یو شان کول د دغو دوو بنسټونو د خپلواکه هویت په پام کې نه نیولو او د ټولنې اړټیاوو په پام کې نه نیول دي.»
د کورنیو چارو او لوړو زده کړو سرپرست وزیرانو د خوست شیخ زاید پوهنتون د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دوه مېلیونه افغانیو مرسته هم وکړه.