د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین محمد حقبین ادعا کوي چې په هېواد کې پنځه نوي سلنه افغانان نه غواړي چې ښځې یې په ټولنه کې کار وکړي.
دین محمد حقبین له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې دغه راز د ښځو د کار په اړه زیاتوي، یوازې پنځه سلنه کسان چې د ښځو د کار غوښتونکي دي، هغه کسان دي چې له هېواده بهر یې ملاتړ کېږي.
ښاغلی حقبین وايي: «په سلو کې ۹۵ افغانان دا نه غواړي چې ښځې یې کار وکړي، یوازې پنځه فیصده خلک دغه خبرې کوي، دوی له خارج نه تربیه شوي خلک دي، دغسې ډنډورې غږوي، دا غلطه خبره ده.»
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان زیاتوي: «اړینه ده چې ښځې کار وکړي، له یو اړخه کولای شي د خپلې کورنۍ اقتصاد ته وده ورکړي او له بل اړخه کولای شي په ټولنه کې خپلو خلکو ته د خدمت وړ وګرځي او له بل اړخه د قران د حکم له مخې، ښځې د مالکیت حق هم لري او یوه ښځه هغه وخت د مالکیت حاحب کېدای شي چې کار یې کړی وي او درامد یې تر لاسه کړی وي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال په هېواد کې د ښځو کار د هېواد کورني مسایل ګڼي او همداراز زیاتوي، نور هېوادونه باید په دې برخو کې لاسوهنه و نهکړي.
دین محمد حقبین وايي: «دوی ولې مداخله کوي؟ هر ملک خپل مذهب، اصول او کلتور لري، باید نړۍوال دې ته احترام ولري او د ملګرو ملتونو د بشریت په قانون کې هم دا شته. موږ دا نه غواړو چې غرب خپل قوانین پر موږ تطبیق کړي.»
نوموړی همداراز زیاتوي، په هېواد کې همدا اوس سلګونه زره کونډې ښځې شته چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلی حقبین وايي، د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان سره له دې وزارته غوښتي چې کونډو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړی وایي: «د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه نوی فرمان رالېږلی دی چې تاسو کونډې ښځې په کار واچوئ، نو موږ پروګرام لرو چې زر ښځو ته د کار زمینه برابره کړو.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال همداراز په دې مرکه کې ویلي، له قطر، ترکیې او سعودي عربستان سره د سرپرست حکومت د هوکړې په عملي کېدو سره به په یادو هېوادونو کې ۵۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.