د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ډاکټران په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي.
یو شمېر ډاکټران وایي، د وروستیو دوو اوونیو پر مهال په یاد روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ۴۵ ماشومان بستر شوي دي.
ډاکټران بیا پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل د مېندو او ماشومانو نا مناسبه تغذیه ګڼي.
ډاکټر اقا محمد شیرزاد وايي: «کوم ناروغان چې روغتیايي ستونزه ولري، په روغتون کې یې بستري کوو او هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي، د خوړو څانګې ته یې ورپېژنو، څو وزن یې په طبیعي ډول سم شي او هلته یې درملنه کېږي.»
په اندراګاندي روغتون کې په وري میاشت کې ۵۹ ماشومان، په غویي کې ۹۴ ماشومان، په غبرګولي کې ۸۴ ماشومان او په چنګاښ کې ۴۵ په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر شوي دي.
ورته مهال د یادو ماشومانو یو شمېر کورنۍ وایي، د بېوزلي او بيکارۍ له امله نهشي کولای خپلو ماشومانو ته سم خواړه برابر کړي.
یو نیم کلن اکرامالله چې له څه مودې راهیسې په خوارځواکۍ اخته دی، مور یې وايي، د اقتصادي ستونزو او د مناسبو خوړو د نهشتوالي له امله یې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.
د ناروغ ماشوم مور ګل سنګ وايي: «پیسې نهلرم چې خوراک ته یې رسېدنه وکړم.»
د خوارځواکه ماشوم مور شازیه وايي: «زه د دې توان نهلرم چې په سم ډول د خپل ماشوم ساتنه وکړم. ماشوم خوړو ته اړتیا لري، خپلې شیدې مې هم وچې شوې دي او له بازاره د د شیدو اخیستلو توان نهلرم.»
له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د روان زېږیز کال په لومړیو ۵ میاشتو کې یې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې د نږدې ۳ سوه زرو په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.
یونېسف پر ټویټر لیکلي: «د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې، یونیسف پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ۲۷۳ زرو ماشومانو درملنه او یوازې په مې میاشت کې یې د کابو ۶۰ زرو ماشومانو ملاتړ کړی دی.»
عامې روغتیا وزارت و نه غوښتل پهدې تړاو له خبرې وکړي، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې په ۲۰۲۲ زېږیز کال کې نږدې ۳ مېلیونه کسان په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته وو.
په دې اړه مو اندونه