Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلام‌اباد ادعا؛ د پاکستاني طالبانو تحریک افغانستان کې "پټن‌ځایونه" لري

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون د ادعاوو په دوام، دا ځل د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر وايي، دغه تحریک په افغانستان کې "خوندي پټن‌ځایونه او ازاد فعالیتونه" لري.

د پاکستان د پوځ دفتر د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي منیر د بلوچستان په ژوب کې د وروستي برید په ترڅ کې د دې هېواد له ټپي شویو پوځیانو سره د لیدنې پر مهال همداراز ویلي، د پاکستان پر پوځ برید د زغم وړ نه‌دی او د دوی ځواکونه به پرېکنده ځواب ورکړي.

دغه پاکستاني جنرال ورته مهال ادعا کړې چې افغانان په پاکستان کې په "ترهګریزو فعالیتونو" کې لاس لري او ټینګار یې کړی چې باید دې "جدي اندېښنې" ته رسېدنه وشي.

ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په یوه ټویټ کې ادعا کړې چې افغانستان د ګاونډي او ورور هېواد په توګه خپل حق نه ادا کوي او نه هم له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن دی.

نوموړي لیکلي: «له څلوېښتو تر پنځوسو کلونو راهیسې له پنځوس تر شپېته لکه افغانان له ټولو حقونو سره په پاکستان کې اوسېږي، خو د دې برعکس د پاکستانیانو وینې تویوونکو ترهګر د افغانستان په خاوره کې خوندي پټن‌ځایونه لري. دغه حالت دوام نه‌شي پیدا کولای. پاکستان به د خپلې خاورې او وګړو د خوندیتوب لپاره ټول وسایل په کار واچوي.»

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې تړون په یوې برخه کې راغلي چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېچا پر وړاندې نه کارول کېږي.

اسلامي امارت تر دې دمه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په ځلونو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک شتون رد کړی او تل یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا، په تېره د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې و نه کارول شي.

شریک یي کړئ