د چاپېریال ساتنې ملي اداره په هېواد کې وروستۍ ډوړې او ګردونه او اقلیمي بدلون، په افغانستان او اسیايي هېوادونو کې د پرلهپسې وچکالیو له امله ګڼي.
دغه اداره زیاتوي چې د طبیعي پېښو له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره، د نړۍوالو سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري.
ورته مهال د کابل هوا له تېرو دوو ورځو راهیسې ګردونو او دوړو خرابه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون د څانګې رییس روح الله امین وايي:«ګردونه او دوړې تر ډېره بیروني عامل لري. یعنې پرلهپسې وچکالۍ د دې لامل شوي چې له اندک توپان سره معلقې زرې چې البته په فضا کې د پرتلې او لیدو وړ وي.»
د دغې ادارې په وینا، نړۍوال سازمانونه د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره همکاري نه کوي او له همدې امله د طبیعي پېښو پر وړاندې د دې ادارې د چمتووالي بهیر ټکنی دی.
ښاغلي امین زیاته کړه:«د افغانستان ۳۲ پروژې عملاً هغه پروژې وې چې نللېکې وې، وړاندیز شوې او د جریان په لړ کې پروژې عملاً د چاپېریال ساتنې د نړۍوالو اسانتیاوو د سکرتریت له خوا، د سیاسي ملاحظاتو له امله وځنډولې، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون موضوع ده چې تر ډېره ټولنې ترې زیانمېږي.»
د هوا پېژندنې اداره بیا وايي چې، ښايي تر راتلونکو څه باندې دوو میاشتو به د پلازمېنې په ګډون په ځینو ولایتونو کې په وقفهيي ډول سخت بادونه او دوړې وي.
د هوايي پېژندنې ادارې رییس محمد نسیم مرادي وویل:«له خاور او دوړو سره مل نسبتاً شدیده بوړبوکۍ د جون، جولای او سپټمبر تر میاشتې په وچه دښټیزه سیمه کې د لوېدیځ او کله هم د شمال لوېدیځ او سوېل لوېدیځ له خوا هېواد ته راځي چې د یوسلو شل ورځو بادونو په نوم یادېږي.»
د چاپېریال ساتنې چارو شنوونکی سید محمد سلیمان خېل هم په دې هکله وايي:«یو اعشاریه پنځه سلنه ځنګلونه لرو چې دا په خپله نهشي کولای چې ککړتیا کمه کړي او ورته مهال دولت هم تراوسه له بده مرغه بریالی شوی نه دی چې د ککړتیا د کموالي لپاره یو جدي او ستر اقدام وکړي.»
د کابل اوسېدونکی نجیب هم په دې هکله وايي:«کله چې دا ډول چاپېریال له منځه ځي توپان راځي مخکې له مخکې دولت دا مسوولیت لري چې په ټلوېزیونونو کې او خلکو ته خبر ورسوي چې خلک له هغه سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسي.»
تر دې مخکې، ځينې نړۍوالو بنسټونو هم د هوا د ککړتیا په تړاو راپورونه خپاره کړي او افغانستان یې یو له هغو هېوادونو یاد کړی چې هوا یې ډېره ککړه ده.
په دې اړه مو اندونه