د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل طلوعنیوز ته وايي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۶ افغان وګړي نیول شوي دي.
عبدالجبار تخاري زیاتوي چې دمګړۍ ۳۰۲ هېوادوال د بېلابېلو لاملونو له امله د سند ایالت په بندخونو کې بندیان دي.
د ښاغلي تخاري په وینا، د افغان بندیانو د خوشي کولو په لړ کې دا ځل هم په وروستۍ نږدې یوه نیمه میاشت کې ۱۲۲تنه افغانان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشي کړای شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ د اسلامي امارت کونسل په دې هکله وویل:«له بدهمرغه د جون له لومړۍ د جولای تر ۱۵مې زموږ ۱۳۶ افغانان نیول شوي دي.»
بل خوا، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم د دغه هېواد د پوځیانو له ناسم چنلده سرټکوي او له سرپرست حکومته غواړي چې پر ستونزو یې په جدي توګه غور وکړي.
په پاکستان کې افغان کډوال ظاهر وايي:«په پاکستان کې د افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د پولیسو له خوا ځورول کېدل، بېکاري، د وېزې نشتوالی او د ویزې نه تمدېدول هغه ستونزې دي چې کډوال سره مخ دي.»
په پاکستان کې بل افغان کډوال احمد هم وویل:«هغه افغانان چې په پاکستان کې ویزه ونهلري، د پاکستان د پولیسو له خوا نیول کېږي او بندخونې ته استول کېږي او حتا له دغه هېواده شړل کېږي.»
په پاکستان کې مدافع وکیل صدیق کاکړ په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په هکله داسې وايي:«له هغوی موبایل، پیسې او نور څيزونه چې ورسره وي، اخیستل کېږي او کهچېرې دغه بندیان پیسې ولري پولیس له هغوی پیسې اخلي او خوشې کوي یې.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، درې مېلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه نور په ایران او یو مېلیون نور بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي.
تر دې وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان له دولته غوښتي و چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.