Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانکور ازموینه به سږکال د نجونو له حضور پرته واخیستل شي

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې یوازې هلکان کولای شي چې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې ګډون وکړي.

د ازموینو ملي اداره وايي، د لوړو زده کړو وزارت په یوه مکتوب سره له دغې ادارې غوښتي چې، یوازې له هلکانو د کانکور ازموینه واخلي.

د ازموینو ملي ادارې ویلي:«د لوړو زده کړو وزارت له لوري په سږني کانکور ازموینه کې یوازې د ذکور محصلانو د جذب په تړاو یو مکتوب رارسېدلی دی. نو دا د لوړو زده‌کړو وزارت کار دی چې، له چا ازموینه واخلي او له چا یې وانه‌خلي. په دې تړاو د ازموینو ملي اداره څه مسوولیت نه لري.»

لوړو زده کړو وزارت هم د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې د نجونو د منع کېدو پخلی کوي؛ خو په دې تړاو نور جزییات نه ورکوي.

د ښځو د حقونو ځينې فعالانې بیا پر دې باور دي چې، له ټولنې د ښځو ایستل به ناوړه پایلې ولري.

د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله ثریا پیکان وايي:«له بده مرغه په دې برخه کې سرپرست حکومت پاتې راغلی او نه دی توانېدلی چې د دوه کلونو په لړ کې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.»

ځينې زده‌کوونکې نجونې پر دغې پرېکړې له نیوکې سره له سرپرست حکومته غواړي چې، په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.

له دولسم ټولګي فارغه سحر وايي:«موږ د دې لپاره چې په افغانستان کې درس نه شوي ویلای او نه شوو کولای چې پرمختګ وکړو، نه غواړو چې کډوال شو.»

له دولسم ټولګي فارغه کبرا هم څرګندوي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې هیله ده د یوه انسان په توګه د یوې نجۍ په توګه، موږ ته هم درناوی وکړئ او د ښوونځیو دروازې دې زموږ پر مخ پرانیزي. او اجازه راکړي چې په کانکور کې هم ګډون ولرو.»

له دې سره سم، ځينې نارینه زده‌کوونکي هم په سږني کارنکور ازموینه کې د نجونو د ګډون غوښتونکي دي.

زده‌کوونکی الهام په دې هکله وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې نجونې هم زموږ په څېر د تحصیل حق لري او علم د هر نر او ښځې لپاره فرض دی.»

د ازموینو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د اوسني نصاب پر بنسټ نوې پوښتنې جوړې شوې دي. دغه اداره زیاتوي، د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کېږي چې لومړی پړاو به یې په ۱۱ ولایتونو کې د چنګاښ پر ۲۹ مه او ۳۰مه، دویم پړاو به یې په ۱۲ ولایتونو، درېیم پړاو به یې په لسو ولایتونو او څلورم پړاو به یې یوازې په کابل کې ترسره شي او  په وروستي یا پنځم پړاو کې به متفرقه ازموینه واخیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه