د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت نړۍوال مشروعیت په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتولو پورې اړوند ګڼي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې اوسني وضعیت ته په پام د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته ډېر واټن پاتې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وايي: « موږ تل طالبانو ته دا څرګنده کړې چې که وغواړي، نړۍوال مشروعیت تر لاسه کولای شي. طالبان دمګړۍ له نړۍوال مشروعیته ډېر لرې دي. یوه بله موضوع چې د طالبانو د نړۍوال مشروعیت په بحث کې شامله ده، هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند دی.»
ورته مهال د هېڅ هېواد له لوري رسمیت پېژندنې ته اړتیا نهلري، ځکه اسلامي امارت د خلکو ملاتړ له ځان سره لري.
سراجالدین حقاني وايي: «که موږ هېڅوک په رسمیت و نه پېژني او موږ سره هېڅوک همکاري و نهکړي، خو له موږ سره چې دغه ډول غښتلی قوم ولاړ وي. انشاءالله افغانستان به بقاء او ترقي پیدا کوي او خپلواکي به نور هم ټینګېږي.»
د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي بیا د اسلامي امارت نړۍوال مشروعیت په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېډو، د ښځو حقونو ته د درناوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانانو تر منځ په ملي کچه خبرو اترو پورې تړلی بولي.
د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: «اسلامي امارت باید د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي، د بشر او اقلیتونو حقونو ته هم درناوی وکړي، یو همهشمول شفاف حکومت جوړ کړي، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره جدي مبارزه وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري زیاتوي: «په افغانستان کې دې سیاسي او ملي اجماع جوړه شي او طالبان دې د قدرت وېش ته چمتو شي او باید یو ملي ټولګډونه حکومت دې جوړ شي.»
که څه هم اسلامي امارت توانېدلی چې له ځینو هېوادونو سره تعامل ولري، خو د سرپرست حکومت له واکمنېدو د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه