د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له ایرانۍ رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې په وروستیو میاشتو کې له عراق، سوریې او د لیبیا له ځینو برخو څخه د داعش ځینې مشران او جنګیالي افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په باور افغانستان ته "د داعش د مشرانو" لېږدول د اسلامي امارت لپاره یوه ننګونه ده.
ښاغلي عبداللهیان ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره ۹۰۰ کېلو مټره ګډه پوله لري او په افغانستان کې هر ډول بېثباتي د ایران پر سرحدي سیمو نېغ په نېغه اغېزه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ایران ته د افغان کډوالو ورتګ د دې هېواد له ننګونو څخه ګڼل کېږي.
حسین امیرعبداللهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران د ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته "طالبان" په سیاسي برخه کې په رسمیت نه پېژني او دا کار د اسلامي امارت د خپګان لامل شوی دی.
خو اسلامي امارت افغانستان ته د داعش قومندانانو د لېږدولو په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې ردوي او له ایرانه غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نهکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «لومړی خو موږ دا ادعا ردوو چې ګواکې داعشیان له عراق او سوریې څخه افغانستان ته راغلي دي یا امکان ولري، ځکه موږ په افغانستان کې د داعش ټولې ځالې له منځه وړي او پدیده یې له منځه تللې ده، دوی د دې مجال نهلري چې له بهره راشي.»
یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا پر دې باور دي چې امنیت د افغانستان له لاسته راوړنو څخه دی او په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله شتون نهلري.
د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وویل: «په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نهلري، ګاونډیان باید اندېښمن نهوي او خپلو کورنیو ستونزو ته باید پاملرنه وکړي. افغانستان چې اوس یوازینۍ لاسته راوړنه لري، هغه امنیت دی.»
تر دې مخکې، یو شمیر نورو هېوادونو هم له افغان خاورې د احتمالي ګواښ له پېښیدو اندیښنه څرګنده کړې خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې افغانستان د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
په دې اړه مو اندونه