د کابل والي محمد قاسم خالد له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، امریکا په افغانستان کې له داعش وسلهوالې ډلې ملاتړ کوي.
نوموړی زیاتوي، داسې اسناد لري چې لهمخې یې داعش د امریکا په لاس جوړه شوې ډله ده.
ښاغلی خالد زیاتوي: «دښمن نه غواړي چې د افغانستان مظلوم او رنځېدلی ملت ارام واوسي، په یو نه یو ډول ورته بېلابېلې دسیسې جوړوي، داعش یا خوارج هم یوه فتنه ده چې د امریکا له لوري تولید شوې.»
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو هېڅ ډول اسناد او شواهد نهشته او په کابل کې یې وژل کېدل ردوي.
د کابل والي محمد قاسم خالد وايي: «د امریکا ادعا چې وايي، په افغانستان کې یې د داعش رهبر له منځه وړې، د اعتبار وړ اسناد او شواهد نهلري چې له رسنیو یې شریک کړي او د دوی د هېواد په توګه نهدي توانېدلي چې دغه ډول اسناد او لاسوندونه وړاندې کړي.»
محمد قاسم خالد زیاتوي، دمګړۍ په پلازمېنه کې نږدې درې سوه زره جریبه ځمکه د بېلابېلو کسانو له لوري غصب شوې او په وینا یې پهدې تړاو لا زیاتې پلټنې روانې دي.
د کابل والي محمد قاسم خالد وايي: «شاوخوا یو سلو پنځوس زره جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې ده او شاوخوا سل زره جریبه ځمکه تثبیت شوې او پهدې اړه د ځینو دوسیو کارونه هم وروستي شوي دي.»
د کابل والي د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز د تېر حکومت له چارواکو چې اوس په بهر کې دي، هم وغوښتل چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.
په دې اړه مو اندونه