د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد له «العربیه» شبکې سره په مرکه کې ویلي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي؛ خو امریکا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په وړاندې یو خنډ دی.
د دفاع وزارت سرپرست په دغې مرکه کې زیاته کړې چې نورو هېوادونه د واشنګټن د فشار له امله د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د اسلامي امارت دغه چارواکی له اسلامي هېوادونو غواړي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره لاس په کار شي.
محمد یعقوب مجاهد په دې هکله ویلي:«هغه شرایط چې یو حکومت یې باید ولري، موږ پوره کړي دي. داسې شرایط نشته چې تر اوسه بشپړ شوي نه وي او پر بنسټ یې نړۍ موږ په رسمیت ونه پېژني. ښایي دا چاره وخت واخلي چې هغوی زموږ رسمیت پېژندلو ته چمتو شي؛ خو موږ له ټولو هغو هېوادونو چې د امریکا تر فشار لاندې نه دي او کولای شي موږ په رسمیت وپېژني، غواړو چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني، په ځانګړې توګه له پیاوړو اسلامي هېوادونو غواړو چې موږ په رسمیت وپېژني او دا د ټولو هېوادونو په ګټه ده.»
د دفاع وزارت سرپرست د دغې مرکې په یوه برخه کې د القاعدې په له منځه وړلو کې له امریکا متحده ایالتونو سره همکاري ردوي او ټینګار کوي، چې القاعده په افغانستان کې حضور نهلري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې:«په افغانستان کې القاعده نشته، څنګه کولای شو چې د هغو کسانو پر وړاندې چې نشته، د افغانستان هېڅ ځای تر ولکې لاندې نهلري او ان زموږ په خاوره کې کوم پلان نهلري، وجنګېږو. زما په اند هغه څه چې جوبایډن بیان کړل، په یو ډول پر حقیقت اعتراف و، خو دا له امریکا سره زموږ همکاري نهښيي، موږ د هېڅ هېواد همکارۍ ته اړتیا نهلرو.»
محمد یعقوب مجاهد امریکا د هېواد د هوایي حریم په نقض تورنوي او یوځل بیا له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې د افغانستان د هوایي حریم نقض پای ته ورسوي.
هغه په دې هکله څرګنده کړه:«لکه څنګ چې ټینګار شوی چې د افغانستان خپلواکۍ ته دې هم درناوی وشي او د افغانستان پر وړاندې دې د هېڅ هېواد له خاورې ګټه نه اخیستل کېږي؛ خو امریکا دا اصل تر پښو لاندې کوي. په اوسنیو شرایطو کې موږ د دغو بېپيلوټه الوتکو پر وړاندې د غبرګون وړتیا او لازم وسایل نهلرو؛ خو له امریکا غواړو چې له دې کاره لاس واخلي. موږ پر دې سربېره چې دغه کار غندو، د افغانستان د هوایي حریم یو ډول اشغال یې ګڼو.»
د سیاسي چارو شوونکی عزیز معارج په دې هکله وايي:«له نړۍوال انزوا څخه به یې وژغوري. هم به په امنیتي مسایلو کې او همدارنګه په ټولو برخو کې به د افغانستان لپاره ګټور وي. په ځانګړې توګه کهچېرې سعودي عربستان افغانستان په رسمیت وپېژني، ۵۸ هېوادونه هڅول کېږي چې افغانستان په رسمیت وپېژني.»
د نظامي چارو شنوونکی زلمی افغان یار هم څرګندوي:«کله چې د اسلامي امارت ویاند په رسمي توګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر نهشتون ټینګار کوي او د امریکا ولسمشر هم په یو ډول اعتراف کوي چې دغه ډلې په افغانستان کې نشته، نو تحمیل شوې اقتصادي - سیاسي فشارونه د څه لپاره دي؟»
د دفاع وزارت سرپرست د دې مرکې په یوه برخه کې هم ټينګار کوي، چې د نړۍوالې ټولنې د اندېښنو د لېرې کېدو لپاره اسلامي امارت له هغې سره خبرو ته چمتو دی.