Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: نړۍ له ا.ا سره له تعامل پرته بله لار نه‌لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې نړۍ له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نه‌لري او اسلامي امارت هم له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه څرګندونې په دیني - علمي سمینار کې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا جوړ شوی کړې دي.

مولوي عبدالکبیر په دې هکله وویل:«دنیا اوس دا حقیقت درکړی، چې همدغه خلک د افغانستان وارثان دي او له همدغو خلکو سره تعامل ته اړتیا ده او دنیا مجبوره ده چې تعامل وکړي، ځکه د افغانستان په استازۍ له چا سره خبرې وکړي، نو له دې بله لار نه‌لري.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي ارزښتونو او اصولو پر سر معامله د منلو وړ نه‌بولي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت په هېواد کې د دیني او عصري علومو د ودې لپاره به هم هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دې هکله څرګندوي:«اسلامي امارت د ټولو هغو عصري علومو چې له شریعت سره په ټکر کې نه‌وي مخالف نه، بلکې ملاتړی يې دی، ځکه موږ داسې افغانستان غواړو چې په اقتصادي او سیاسي میدان کې په پښو ولاړ اوسېږي، چې د دې لپاره انجنیر او ډاکټر ته اړتیا ده.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همداراز وايي، په افغانستان کې د امریکا د جګړې موخه د اسلامي نظام ړنګول و.

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید له نړۍ سره د تعامل لپاره د نړۍوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته غاړه کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمن شمال وايي:«د افغانستان اوسني سرپرست حکومت ته لازمه ده، چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل لپاره زمینه برابره کړي، ځکه مثبت تعامل د نړۍوالو مرستو د جلب لپاره د افغانانو په ګټه دی.»

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین هم څرګندوي:«د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنې، لکه د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو خلاصون او داسې نورو موردونو ته باید سرپرست حکومت مثبت ځواب ووايي او له همدې لارې د خبرو اترو او تفاهم لار له نړۍوالې ټولنې سره خپله کړي.»

تر دې وړاندې نړۍوالې ټولنې ویلي و، له سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل، بشري حقونو ته درناوی، له ترهګرو ډلو سره مبارزه او همدارنګه ښځو ته د کار او نجونو ته د زده‌کړو زمینې برابرول يې له مهمو شرطونو دي.

شریک یي کړئ