Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو درې ورځو کې د هېواد اوو ولایتونو کې سېلابونو ۳۱ تنه وژلي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې د سېلابونو راتلو له امله ۳۱ تنو ژوند بایللی او ۷۴ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د دې سېلابونو له امله ۶۰۰ استوګنیز کورونه ویجاړ او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په دې هکله وايي:«له تېرو درې شپو راهیسې سېلابونه پېل شوي، ۳۱ تنه شهیدان لرو ۷۴ تنه ټپيان لرو او څه باندې ۶۰۴ کورونه ویجاړ شوي دي.»

ورته مهال، د میدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس وایي، چې یوازې تېره شپه په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د میدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولان وایي، چې تېره شپه د دغه ولایت په جلریز، نرخ، چک او جغتو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي دي.

د دغه ریاست د رییس په وینا، د دې سېلابونو له امله څلور تنه لادرکه او لسګونه استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه تللې دي.

د میدان وردگو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس فیض الله جلالي وویل:«تراوسه پورې تر ۳۰ پورې د انسانانو جسدونه لاس ته راغلي، ویل کېږي چې نور کسان هم نادرکه دي او تر پنځلس پورې کسان ټپيان دي چې هغوی روغتونونو ته لېږدول شوي دي.»

اخوا، ځينې سېلاب ځپلي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د سرپناه د جوړولو او د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي.

میدان وردګو کې سېلاب‌ځپلی عتیق الله وايي:«دوه لوڼې او یو زوی زما دي، یوه لور او یو زوی مې د ورور دي، یوه مې ورېندار ده له خپل یوه زوی او یوې لور سره، پلار مې دی، دوه ترونه مې دي او یوه مې هم د تره مېرمن ده له خپلې یوې لور سره، یو مې د تره زوی دی یوه مې د تره لور ده له خپل یوه زوی سره، په ټول کې ۱۶ تنه دي.»

میدان وردګو کې بل سېلاب‌ځپلي محمد محسن هم وویل:«دولس ساعته تېرېږي؛ خو موږ څه خاص نه دي لیدلي، والي صاحب تشریف راوړی؛ خو یو ډېر کمزوري ټيم، په هغې کچه چې اړتیا ده او د دغې پېښې حجم ستر دی، له بده مرغه تر دې کچې رسېدنه نه ده شوې.»

بلخوا د میدان وردګو والي له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو ډاډ ورکوي.

د میدان وردګو والي بختیار معاذ په دې هکله څرګنده کړه:«د اوس لپاره ورته د خوراک پروګرام هم شته، د کمپ جوړولو ترتیب هم ورته لرو، د حوادثو وزارت نه د فواعد عامې وزارت نه، کورنیو چارو وزارت نه زموږ ټول قطعات په لاره دي او رارسېږي، موږ هر ډول ستونزه چې د دوی وي هغې ته به د حل زمینه برابره کړو.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت د روان کال له پیله تر دې دمه د ځينو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو څه باندې ۸۸ زره کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.

شریک یي کړئ