په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر یوځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیز لېرې کړي.
د دغه دفتر رییس سهیل شاهین د اسلامي امارت پر لوړ پوړو چارواکو د سفر بندیز پر اسلامي امارت یو ډول فشار ګڼي او ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د ښه تعامل رامنځته کېدلو په موخه د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
سهیل شاهین طلوعنیوز ته وویل:«په سولهییزه توګه او زموږ د ارزښتونو په رڼا کې د ځينو مسایلو حل، یوه اړتیا ده؛ خو په دې درشل کې د اسلامي امارت پر لوړپوړو چارواکو د سفر بندیز خنډ دی چې باید ژر تر ژره لېرې کړل شي.»
ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي، تر هغې چې سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ونه مني، د اسلامي امارت پر چارواکو به د سفر لګیدلي بندیزونه لرې نهشي.
د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیري طلوعنیوز ته څرګندوي:«له نړۍوالې ټولنې سره باید ګډه ژبه پیدا کړي. هغه وخت شونې ده چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني. بانکونه ازاد شي او شته بندیزونه لېرې کړل شي.»
د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري هم وايي:«د طالبانو پر ۱۳ لوړپوړ چارواکو د دغو بندیزونو لېرې کول د طالبانو پر حاکم سیاست هېڅ اغېزه نهلري.»
د اسلامي امارت پر چارواکو د سفر د معافیت مودې له پای ته رسېدو کابو یو کال پوره کېږي خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې دمه دغه معافیت نه دی غځولی.