Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ضرب الاجل پای؛ کابل کې ځينې سنګارتونونه وتړل شول

د ښځينه سنګارتونونو د تړل کېدو له لومړنۍ ورځې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو سازمان وايي دغه کار به د کورنیو اقتصاد زیانمن کړي.

د ښځو د سینګارتونونو لپاره د ټاکل شوي یو میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره، نن په کابل کې ځينې سینګارتونونه وتړل شول.

 خو په یوې بلې برخه کې سینګارونکې ښځې وایي، چې د سینګارتونونو په تړل کېدو سره، خپلو کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو موکه ترې اخیستل شوې ده.

مستوره چې له دوه ویشتو کلونو راهسې په دې برخه کې پر کار بوخته ده، وایي چې په دغه سینګارتون کې تر لسو ډېرو ښځو له دې سره یوځای کار کاوه او هرې یوې یې د خپلې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لرله.  

سینګارونکې مستوره طلوع‌نیوز ته وايي:«په دغې مغازه کې لس تنه له لسو کورنیو ملاتړ کوي او د خپلو کورنیو ډوډۍ پيدا کوونکي دي، دوی ټول د ستونزو له امله دلته راتلل.»

بله سینګارونکې هما وویل:«نن یې هم زموږ ډوډۍ زموږ له خولې واخیسته او هم یې زموږ کار له موږ واخیست، په دغو ورځو کې موږ ډېر جیګر خونه یوو.»

ورته‌مهال د ملګرو ملتونو د سرمشني د ویاند مرستیال د دغه سازمان په یوې خبرې غونډه کې د ښځو د سینګارتونونو د تړل کېدو د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په دې هکله وايي:«سرمنشي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما له هغو هڅو ملاتړ کوي چې پر اوسنيو چارواکو یې غږ کړی چې د سینګارتونونو د تړل کېدو پرېکړه بېرته واخلي. یوناما ویلي چې دغه بندیز به د ښځو د اقتصادي وضعیت په ګډون د ښځو پر حقونو منفي اغېز وکړي او د ښځو د تشبث له ملاتړ سره په ټکر کې دی او موږ پر ښځو د دغو لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو په لټه کې یوو.»

بلخوا، د کابل ښاروالۍ استازی وایي، چې د زمري میاشتې له درېیمې د ښځو د سینګارتونونو د کار جوازونه بې اعتباره دي او تر بل فرمانه پورې به د کار اجازه ونه لري.                      

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی څرګندوي:«له دې وروسته چې د زمري درېیمه نېټه تېره شي، دغه جوازونه به نور ارزښت ونه‌لري او د هغوی اعتبار خلاص شوی او لغوه کېږي. په کابل ښار کې یوازې اصناف اجازه لري چې فعالیت وکړي چې د قانون په مطابق جواز ولري.»

تر دې وړاندې د سینګاروونکو ټولنې ویلي وو، چې د دې پرېکړې په عملي کېدو سره به، تر دولس زرو زیات سینګارتونونه وتړل شي او  د دغو سینګارتونونو تر پنځوس زره زیاتې کارګرانې به وزګارې شي.

د کابل ښاروالۍ استازی وایي، چې د زمري میاشتې له درېیمې د ښځو د سینګارتونونو د کار جوازونه بې اعتباره دي او تر بل فرمانه پورې به د کار اجازه ونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه