Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد هاشم شهید ورور: د عصري علومو زده‌کړه فرض نه‌ده

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد عمومي رییس وايي چې د عصري علومو زده‌کړې فرض نه‌دي او یوازې د اسلامي علومو زده‌کړه پر نر او ښځه فرض دي.
 
محمد هاشم شهید ورور په علومو اکاډمۍ کې «د ممتازو شاګردانو په ستاینغونډه» کې زیاته کړې چې د عصري علومو زده‌کړه جایز ده.

محمد هاشم شهید زیاتوي، طب، انجنیرۍ، فارمسي، کمپیوټر ساینس او نورو پوهنځیو کې زده‌کړې فرض نه دي.

د دعوت او ارشاد عمومي رییس وویل:«کوم علم چي فرض عین بلل کېږي او په ټولو ممبرونو او سټیجونو باندې موږ وايو چې علم فرض دی په نر او ښځه، هغه علم د دین، شریعت او د ایمان دی او دا نور علمونه فرض نه دي.»

د دعوت او ارشاد عمومي رییس  محمد هاشم شهید ورور په خبره، د نیک ټایي اچول په اسلام کې روا نه دي:«په اسلام کې د دې تاریخ معلوم دی، چې دا نیک ټايي څه شی دی دا صلیب دی او کفري نښان دی او شکول او له منځه وړل يې واجب دي.»

خو د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال وايي، افغانان عصري زده‌کړو ته جدي اړتیا لري او د عصري زده‌کړو کول پرې فرض دي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد طاهر احمدي وايي:«هغه علوم چې دغه اسلامي ولس ورته اړتیا لري دا له فرض کفایي څخه دي او په دې باندې دا ولس له بدبختۍ، فقر او نورو ناخوالو راګرځول کېږي، د دې کسب فرض دی، چې سړی له بدبختیو خلاصوي.»

د علومو اکاډمۍ مرستیال امیر جان ثاقب هم څرګندوي:«هغه انسان چې زده‌کړې يې کړي وي او عالم وي، نو په زرګونه درجې له هغه انسان څخه بهتره دی، چې علم او فرهنګ نه‌لري.»

د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور همداراز په دې باور دی، چې ډاکتران له دیني علومو ناخبره دي او هره ورځ حرام کارونه کوي او ورته د ښځو درملنه روا نه ده، ځکه نامحرمې دي.

شریک یي کړئ