Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سره صلیب نړۍواله کمېټه په افغانستان کې خپلې روغتیايي مرستې بندوي

د سره صلیب نړۍواله کمېټه په هېواد کې له دولتي روغتونونو سره د دغه بنسټ د روغتیايي مرستو د احتمالي مرستو له درېدو خبر ورکوي.

د دغه بنسټ ویاند د دغو مرستو د احتمالي درېدو لامل د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د بودیجې کمښت بولي او زیاتوي، دغه مرستې به هم د روان کال د اګست میاشتې تر پایه په دوو پړاونو کې ودرول شي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړۍواله کمېټې ویاند پرویز احمد فیضي وايي:«د روان کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې ۲۵ روغتونونو ته د درملو عرضه زموږ له خوا درول شوې ده؛ خو د روغتیايي پرسونل د معاشونو ورکړه او روان لګښتونه به د روان کال د اګسټ میاشتې تر پایه دوام وکړي، د دې سربېره بیا هم د سره صلیب نړۍوالې کمېټه په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې فېزیکي بیارغونې، اوبو، بندخونو، اقتصادي خوندیتوب او د بیړني غبرګون په برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.»

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له ۲۵ روغتونونو ملاتړ کړی او ورسره ۲۵ مېلیونه کسانو ته روغتیايي خدمتونه رسول شوي دي.

خو عامې روغتیا وزارت بیا وايي، دغه بنسټ په ټول هېواد کې د روغتیايي خدماتونو د رسولو وړتیا لري؛ خو بیا هم د بدیلو لارو په لټه کې دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل څرګندوي:«که‌چېرې داسې یو وضعیت رامنځته کېږي چې هغوی له ځينو روغتونونو سره خپلې مرستې بندوي موږ بله لار چې مشروع وي له هغې استفاده کوو او هغو مرکزونو ته لوازم برابروو.»

 ورته مهال په کابل یو شمېر هغه کسان چې، خپل ناروغان یې روغتونونو ته د درملنې لپاره راوړي له خپل بد اقتصادي وضعیته شکایت لري او د روغتیايي چارو په برخو کې له مرستندویانو غواړي چې، د هېواد له روغتیايي برخو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کابل اوسېدونکی فضل‌من الله طلوع‌نیوز ته وايي:«ځينې معاینات چې دي له هغې ډلې وینه، عکس او ځينې نور څیزونه ټول وړیا دي که‌چېرې له دې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي موږ خوشحاله کېږو.»

د کابل بل اوسېدونکي روکي هم وویل:«که‌چېرې بنسټونه خپلې مرستې پرېکړي موږ او تاسې په ناوریني حالت کې یوو خلک بې‌کاره دي، زمینه برابره نه ده چې خپلې ستونزې حل کړي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې مخکې راپور ورکړی چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به څه باندې ۱۷ مېلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ