Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان؛ د مرکزی آسیا هیواد‌ د استازو د خبرو محوریت

د اسلامي امارت د چارواکو او د امریکايي استازو ترمنځ په دوحه کې له کتنې دوه ورځې مخکې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د بشر او ښځو حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په استانه ښار کې، د مرکزي اسیا د ۵ هېوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

د استانې په غونډه کې، د قزاقستان، قرغیزستان، تاجېکستان، ترکمنستان او ازبېکستان هېوادونو استازو د افغانستان لپاره د امریکا له دوو استازو سره، د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، د ښځو حقونو پر مراعتولو او امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان د بشر او ښځو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې پر خپل ټوېټر لیکلي: «په دې غونډه کې ډیری ګډونوال پر دې سلا وو چې ټول ګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو حقونو مراعتول د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې نه بیلیدونکې برخې دي. د هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي دي او د پرمختګ او ټيکاو لپاره اړین دي.»
د ښځو د حقونو په چارو کې فعاله، ثریا پیکان په دې تړاو وايي: « له تېرو دوو کلونو راهیسې افغان ښځې د ټولنې په عمومي مسایلو کې خپل نظر نشي څرګندولای او ان چې د خپل ژوند د تامینولو لپاره شخصي هڅې هم کوي، اجازه نه ورکول کیږي. افغان ښځې د افغاني ټولنې یوه برخه ده. حکومت مسوولیت لري چې هغوی ته په عمومي مسایلو کې د نظر څرګندولو، کار او زده کړو او په ټولنه کې د حضور زمینه برابره کړي.»

د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي بیا پر دې باور دي چې د دغه ډول غونډو جوړېدل د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ګټور تمامیدای شي.

د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري طلوع نیوز ته وویل: « دا ډول غونډې په تېرو دوو کلونو کې هم وې او راتلونکي کې به هم دوام وکړي خو د توماس وېسټ او د امریکا د نورو لوړپوړو چارواکو اړیکې د رسمیت پیژندنې یا اسلامي امارت ته د نږدې والي په مانا نه دي.»

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري وايي: « دا ډول هلې ځلې د افغانانو په ګټه کېدای شي، ځکه د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات لپاره اغېزناکې پایلې درلودای شي.»

ویل کیږي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوحې په غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته تللی خو اسلامي امارت تر دې دمه په تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې، اسلامي امارت له امریکايي چارواکو سره د راتلونکې غونډې په اړه ویلي و چې په دغه غونډه کې به د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیز د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادیدو په اړه خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه