د کابل په بېلابېلو ځایونو کې د مُحرم د لسمې یا "عاشورا" په مناسبت غونډې جوړې شوې. د محرم میاشتې لسمه یا عاشورا د اسلام د پیغمبر ص د لمسیو د شهادت له ورځې سره برابره ده.
د عاشورا ورځې د لمانځنې په مراسمو کې ډيری دیني عالمانو پر ویرجنو د محدودیتونو پر لګیدو نیوکې وکړې او له سرپرست حکومت یې وغوښتل چې دغه بندیزونه لرې کړي.
د افغانستان د تشیع علماو او متنفذینو د ټولنې رییس، سید حسین فاضل زاده وايي: « زموږ خلک له چارواکو او مسوولینو دا ګیله لري چې د کابل په لویدیځ کې باید محدودیتونه نه وای، په دې برخه کې له امنیتي چارواکو سره سمه همغږي نه وه شوې. «په تېر حکومت کې د ملی روغې جوړې شورا مرستیال، اسد الله سعادتي وویل : « موږ ویاړو چې د حسین د لارې لارویان یو، موږ د تاریخ په اوږدو کې د عاشورا ورځو له مایکونو او دریځونو نورې استفادې نه دي کړي.»
د کورنیو چارو وزارت مرستیال بیا په هېواد کې د مذهبونو ترمنځ پر یووالي او پیوستون ټینګار کوي.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او سټراټيژۍ مرستیال، مخدوم عبدالحق وویل : « که هندو وي او که سېک وي، او که په اصطلاح قوال وي، که جوګي وي ټول د افغانستان ولس دی او زموږ وروڼه دي. موږ ورسره همدردي لرو او ورورولي مو ورسره ده. موږ یې شپه او ورځ د امنیت لپاره هڅې کوو.»
ورته مهال، د کابل اوسېدونکو د پلازمېنې په چنداول سیمه کې هم دغه ورځ ولمانځله.
د کابل اوسېدونکي سیدحسین طلوع نیوز ته وویل : « یو کال چې دولس میاشتې دی، لس ورځې یې د ویر ورځې دي. چې نېټه یې څرګنده ده او موږ له هماغې نېټه خپل مراسم پیلوو.»
دغه ورځ د جدي امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شوه او هیڅ ډول امنیتي پیښه پکې رامنځته نه شوه.
د محرم لسمې پیښه په ۶۱ هجري سپوږمیز کال کې د عراق په کربلا کې و شوه.
په دغه پیښه کې امام حسین له خپلو ۷۲ ملګرو سره د یزید د لښکرو له لوري شهید کړی شو.