Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر یوه کال په لړ کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نن (دوشنبې) ملت ته د دولت حساب ورکړې پروګرام کې وايي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله نږدي ۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې په دغې موده کې، د هېواد شل ولایتونه د سېلابونو د راتلو او څلور ولایتونه هم د زلزلې له ګواښونو سره مخ وو.

شفیع الله رحیمي همداراز زیاتوي، چې د دغو طبیعي پېښو په پایله کې ۲۰ زره کورونه په بشپړ او نیمه توګه تخریب شوي او تر ۱۰۰ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.

شفیع الله رحیمي په دغې غونډه کې وویل:«تېر کال د طبیعي پېښو له امله کابو ۷۰۰ تنو ژوند بایللی او څه باندې ۷۰۰ تنه نور هم ټپيان شوي دي او موږ ۱۲۰ کوچنۍ بیړنۍ وقایوي پروژې تطبیق کړې دي.»

د دغه وزارت د ماليې او ادارې عمومي رییس وايي، وروستۍ څېړنې ښيي چې افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې ډېرې زلزلې لري او په ځانګړې ډول شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د زلزلې له ګواښ سره مخ دي.

عبدالرحمن زاهد په دغې ناسته کې خبریالانو ته وویل:«دغه وزارت د هېواد د ولسوالیو تر کچې د طبیعي پېښو ګواښونه ارزولي او پر دې بنسټ ۲۰ ولایتونه د سېلابونو له لوړ ګواښ سره مخ دي او څلور ولایتونه د ځمکې ښویېدنې له ګواښ سره مخ دي. د بامیان، دایکندي، بدخشان، غزني، پروان او بغلان ولایتونه د واورې ښویېدنې له جدي ګواښ سره مخ دي.»

ورته مهال د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ عمومي رییس وايي، تېر کال له ۲۰۰ ډېرې د ماین چاودنې پېښې شوې، چې له امله يې نږدې ۵۰۰ کسانو ژوند بایللی او ټپیان شوي دي.

نورالدین رستم خېل زیاتوي، له ناچاودېدونکو توکو يې ۶۵ کیلومتره مربع سیمه پاکه کړې او اوس نږدې ۱۲۰۰ کیلومتره مربع ځمکه په ناچاودو توکو ککړه ده.

د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ عمومي رییس وویل:«په تېر یوه کال کې ۶۵ کیلومټره مربع ځکه چې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه وه، پاکه شوې او اوس له موږ سره ۱۱۹۹ کیلومټره مربع ځمکه چې پر مایونونو او ناچاودو توکو ککړه ده، ثبت ده.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۱۲۰وړې بېړنۍ پروژې پلې کړي او د طبیعي پېښو د ګواښونو په وړاندې زیانمنې سیمې يې څېړلې دي.

شریک یي کړئ