د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د مسکو فارمټ راتلوونکې غونډه کې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره پر مبارزې به خبرې اترې وشي.
ښاغلی کابلوف زیاتوي چې په سرپرست حکومت کې د بېلابېلو قومونو د ونډې په اړه د اسلامي امارت په تګلاره کې د نه بدلون له امله به د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په غونډه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو بحث وشي.
دغه غونډه به د سپټمبر په ۲۹مه یعنې یعنې له دوو میاشتو په کمه موده کې به د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي.
ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي:«تراوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی. له همدې امله موږ د خپل کار د دوام لپاره بیا غونډه جوړوو.»
بلخوا د اسلامي امارت ویاند وایي، په غونډو کې باید اندېښنې او غوښتنې په ډاګه شي او د افغانستان په اړه د تحمیلي سیاست د تګلارو له وړاندې کولو ډډه وشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«په غونډو کې باید له افغانانو سره د همکارۍ او د ډيالوګ له لارې د ستونزو د حل روحیه وي، اسلامي امارت غوره ګڼي چې ټولې ستونزې او اندېښنې او یا غوښتنې چې دي، باید له موږ سره شریکې شي او په مستقیما توګه پرې بحث وشي.»
بل خوا، د چارو شنوونکي په دغه راز غونډو کې د اسلامي امارت د باصلاحیته استازي حضور مهم بولي.
د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري طلوعنیوز ته څرګندوي:«اړتیا ده چې اسلامي امارت د اسلامي امارت په نظام کې بدلون راولي، د دې لپاره، کله چې هغوی په غونډو کې حضور پيدا کوي، هغوی نړۍوالېټولنې ته ښه ځوابونه ورکړي.»
دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیټري ژیرینوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې نوموړي ته د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پروسږکلنۍ غونډه په نوامبر میاشت کې د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته جوړه شوه.