په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت له وزیرې لولهالخاطر ترمنځ غونډه کې له افغان مېرمنو ملاتړ د بحث اصلي موضوع وه.
تېره ورځ (سېشنبې د زمري په ۱۰مه) د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړو استازو رینا امیري او توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت له وزیر لولهالخاطر سره لیدلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دغې لیدنه کې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د واقعي ملاتړ په هکله خبرې اترې شوې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له لولهالخاطر سره په دلیدنه کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار په هکله د دغه هېواد د هڅو په هکله خبرې اترې کړې دي.
له دې سره هممهاله د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د دوحې په کوربتوب د افغانستان او امریکا د غونډو پر پایلو او په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې او اقتصاد له برخو پر ملاتړ بحث او خبرې شوې دي.
اخوا په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې لېندا توماس ګرېنفیلډ د ملګرو ملتونو سازمان په یوې خبري ناسته کې ویلي چې امریکا به اسلامي امارت په رسمیت ونهپېژني.
لېندا په دغې ناسته کې زیاتوي:«باید افغان نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او افغان ښځې باید کار ته ستنې شي. او موږ پر طالبانو فشار ته دوام ورکړی. موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو.»
مېرمن ګرېنفیلډ څرګندوني چې د امریکا د ریاست په وخت کې به د افغانستان وضعیت د امنیت شورا د کاري نوملړ په سر کې وي.
په دې اړه مو اندونه