د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعیداللهیان په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال سره په یوې خبري ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې هرډول تحول د ایران او پاکستان پر وضعیت مستقیمه اغېزه لري.
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځه کلن سوداګریز او سټراټيژیک هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال ویلي، د افغانستان مسئله یې په کاري لومړیتوبونو کې ده. تهران او اسلام اباد په هر ډول شرایطو کې به د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:«په افغانستان کې هر ډول تحول له هر لوري مخکې ګاونډیانو په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان جهوریت اغېزه کوي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري بیا وايي، د افغانانو د ژوند چارو د ښهوالي په موخه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې به له ایران سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
بلاول بوټو یو ځل بیا په سیمه او افغانستان کې پر سولې او ټيکاو ټينګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څرګندوي:«پاکستان او ایران هوکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات او د افغان وروڼو او خویندو د ژوند او هوساینې د کچې لوړولو په موخه، خپل فعال تعامل ته دوام ورکړي.»
د ګاونډیو هېوادونو دواړه چارواکي په افغانستان کې روان ناورین ته د رسېدو په موخه پر دوه اړخیزې، څو اړخیزې او نړۍوالې همکارۍ ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنوونکی شاکر حیات طلوعنیوز ته وویل:«کهچېرې غوښتې مو وي چې په افغانستان کې بنسټیزه حل لار پیدا کړو، په دغه صورت کې اړتیا ده چې د هوکړې کچه باید د مثلث په څېر ترسیم شي، یعنې یوه ضلعه یې د افغانستان خلک، دویمه یې د سیمې هې،اونه او درېیمه ضلعه یې چې ډېره مهمه ده باید نړۍوال هېوادونه حضور ولري.»
د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري هم وايي:«له طالبانو د نړۍ ګډه غوښتنه د ایران، پاکستان او د نړۍ د ټولو هېوادونو ګټه غوښتنه ده. د افغانستان د سیاسي وضعیت بدلون، نړۍوالو شرطونو ته ژمنتیا او د ملګرو متلونو سازمان شرطونو ته ژمنتیا او د بشري حقونو او د نورو نړۍوالو کنوانسیونونو دوام دی.»
پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې له تېرو دوو کلونو راهیسې تل په افغان خاوره کې د ترهګرو له حضور اندېښنه څرګنده کړې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنې ومني.
په دې اړه مو اندونه