په پاکستان کې ځينې افغان کډوال د پاکستاني نظامیانو له خوا د افغان کډوالو د کورونو د تلاشۍ او د هغوی د نیولو په هکله اندېښمن دي.
په پاکستان کې په یوه برید کې د درېیو افغانانو د لاس لرلو په تړاو د دغه هېواد له ادعا وروسته، په دې ورځو کې یو شمېر افغان کډوال له هغه څه چې د پاکستاني سرتېرو ناسم چلند یې ګڼي، شکایت کوي.
یو شمېر دغه کډوال وایي چې له څه مودې راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول زیات شوي دي.
په پاکستان کې افغان کډوال ظاهر طلوعنیوز ته وویل:«په تېرو دوو ورځو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په اسلام اباد ښار کې د پاکستان پولیسو له خوا ځينې نیونې شوې دي او تېره ورځ ۷۳ تنه افغان کډوال د پولیسو له خوا ونیول شول او دمګړۍ په زندان کې دي.»
په پاکستان کې د کډوالو د شورا رییس میر احمد رووفي هم وايي:«د اګسټ په دویمه د پولیسو یرغل چې له تېر څخه هم د کډوالو په وجود کې یې وېره وه، په بي اولس ښارګوټي یې چاپه واچوله او په وحشناکه توګه اپارتمانونو ته ننوتل.»
بل خوا، د کډوالو د حقونو د برخې ځينې فعالان د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له نړۍوالو اصولو سره سم چلند وکړي او په پاکستان کې د کډوالو د ځورولو مخه ونیسي.
د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ څرګندوي:«د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د یوه کډوال د انساني شخصیت ته درناوی لازمي دی او د پاکستان پولیس د انساني شخصیت تکریم پر خلاف چلند کړی دی.»
اخوا، د اسلامي امارت ویاند وایي، چې افغان کډوال د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ نه دي او باید د دغه هېواد حکومت ورسره مناسب چلند وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«افغان کډوالو په پاکستان کې کلونه کلونه ژوند کړی هغوی د پاکستان او د خپل هېواد امنیت یو شان ګڼي او ځان د هغه هېواد په هکله مسوول ګڼي. او هغوی هم باید ونه ځورول شي.»
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې درېیو افغانانو د تېرې زیږدیزې میاشتې پر ۱۲مه د پاکستان د بلوچستان په «ژوب » کې د دغه هېواد د پوځ پر یوه مرکز په برید کې لاس درلود. خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې ده.
په دې اړه مو اندونه